!سوله – لویه خدایه

الحاج عمر پاڅون

0 876

په نړۍ کې نن پښتون دی په جګړه کې ناقراره

د خپل کوره شړل کیږي، وژل کیږي دا بېشماره

چې په کومه ګناه او خطا تا یو رانیولي

په بښنه ته رحیم یې، ته رحمان یې ته غفاره

له زرواکو، ځبرځواکو، او زورواکو امان غواړو

دښمنان او فرعونیان رانه نور ورک کړه وار د واره

چې څوک سوله زموږ نه غواړي ای ربه

دا ظالم نیست او نابود کړه ای قادره ای جباره

دې څلویښت کاله جګړه کې حکمت څه دی؟

نه کمیږي، نه دریږي، نه ختمیږي ای قهاره

له انګلیس او له روسی نه مو خپلواکه دا نړۍ کړه

اوس په قهر سره راغلې امریکا ده جګړه ماره

قیادت راته امین، ملي او مومن راکړه

یو زعیم راته پیرزو کړه ښه عادل او خدمتګاره

موږ لاسونه دي جګ کړي پورته کړي ستا دربار ته

سوله راکړه، امن راکړه ای زموږ پروردګاره

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply