د ننګرهار په حصارک کې پاکستاني مليشې د طالبانو جکړه مديريت کوي

0 1,136

د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې يوه ځايي سرچينه وايي، وسله‌والو طالبانو چې د پاکستاني مليشو ډېری غړي ورسره دي او په اردو ژبه خبرې کوي، له تېرو څو ورځو راهیسي یې د دې ولسوالۍ اړوند پر امنیتي پوستو بریدونه پیل کړي دي.

دا سرچينه وايي، دغه وسله‌وال چې شمېر یې له شاوخوا ۶۰۰ نفرو ډېر دی، پر يادو پوستو له بريدونو سره په دې هڅه کې دي چې ولسوالۍ ته ځان ورسوي. د سرچينې د مالوماتو له مخې یاد طالبان چې عملا يې پاکستاني جنګیالي ملاتړ کوي او تر ډېره یې رهبري هم د همدوی په غاړه ده، غواړي چې د يادې ولسوالۍ اړوند سيمو په ناامنه کولو سره کابل او څېرمه ولایتونو ته خپل جنګیالي، وسلې او جنګي مهمات په اسانۍ سره انتقال کړي.

د حصارک قومي مشران هم ياده موضوع تائيدوي او وايي، وسله‌والو طالبانو د پاکستاني ملیشو پر ملتیا هڅې پیل کړې چې د دغه ولسوالۍ برخې ونيسي. قومي مشر مظفرخان ټينګار کوي چې حکومت دې د پاکستاني مليشو په همکارۍ د وسله‌والو طالبانو دې پلان پر وړاندې جدي عمل وکړي:

«حصارک ولسوالي له ستر ګواښ سره مخ ده. له ۶۰۰ زیات کسان چې موږ مالومات لرو او لیدلي مو دي پر امنيتي پوستو او حتا د ولسوالۍ پر مرکز بریدونه کوي. دوی کې ډېر کسان په اردو ژبه خبرې کوي او له ولسي خلکو سره یې هم زور زیاتی شروع کړی دی.»

د حصارک يو تن اوسېددونکی نعمت الله هم وايي چې دې طالبانو د پاکستانیانو په همکارۍ په دې وروستیو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی او تېرو څو ورځو راهیسي یې دغه ولسوالي کلا بند کړې ده.

نوموړی وايي: «طالبان ځکه غواړي دغه ولسوالي سقوط کړي چې وکولای شي له دې ځایه شېرزاد، خوګیاڼي، او چپرهار ولسوالۍ هم تر کنټرول لاندې راولي.»

د ځايي اوسېدونکو په خبره، طالب جنګیالي د جګړې له ډګر څخه خپل مړي او ټپیان د لوګر ولایت ازرې ولسوالۍ له لارې پاکستان ته اړوي او هلته یې د ټپیانو منظمه درملنه کېږي. د ننګرهار ولايتي چارواکي هم مني چې په حصارک کې پاکستاني مليشې د وسله‌والو طالبانو په ملاتړ سربېره دغلته جګړه هم مديريت کوي.

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل دې موضوع ته په اشارې سره تېره ورځ په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د حصارک جګړه په خپله او  د ولایت نظامي شورا تر څار لاندې ده او سیمې ته په کافي اندازه تازه دمي ځواکونه هم رسېدلي دي.

نوموړي ډاډ څرګند کړی چې افغان ځواکونه به اجازه ورنه کړي څو د دې ولسوالۍ برخې د طالبانو لاس ته پرېوځي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply