پي‌ټي‌اېم د ميرانشاء غونډې ته چمتووالی چټک کړی

0 1,175

پښتون ژغورنې غورځنګ يا PTM له لوري د سپټمبر په ۱۵مه په ميرانشاء کې ترسره کېدونکي لويې ولسي غونډې لپاره هڅې خورا توندې شوي دي.

د دغه غورځنګ غړي وايي، دا مهال د غونډې تخنيکي مديريت ترڅنګ په ياده غونډه کې د ګډون لپاره د خلکو هڅولو لړۍ هم چټکه شوې ده. د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي نديم عسکر په خپل ټوېټر کې په دې اړه ليکلي چې د غورځنګ ډېری غړي د پښتونخوا او قبايلو په لرې پرتو کليو کې له خلکو سره په ليدنو بوخت دي څو په خبره يې د يادو سيمو خلک هم په ياده غونډه کې پراخ ګډون وکړي.

نوموړي زياته کړې چې تېره ورځ يې په لکي مروت کې له خلکو سره ليدلي او له يادې غونډې د ملاتړ ترڅنګ يې په کې د پراخ ګډون ډاډ ورکړی دی. په همدې حال کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ګڼو نور فعالانو هم خبر ورکړی چی د ميرانشاء په غونډه کې د اکثره نورو سيمو اوسېدونکو د پراخ ګډون په اړه هم ډاډ موجود دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply