پاکستان ـ پر پنځه کلنې انجلۍ ډليز جنسي تېری

0 763

په خواله رسنيو کي د پاکستان د سند ايالت د يوې زړه کښونکي پيښي په تړاو د يوې پنځه کلنې ماشومې د مرکې ويډيو غبرګونه راپارولي دي.

په انټرنټ کي له پاکستان څخه خپره سوې يوه ويډيو پر خواله رسنيو لاس پر لاس کيږي. دا قضيه د پاکستان په سند ايالت کي د يوې مور او د هغې د پنځه کلنې لور سره پيښي سوي واقعې په تړاو د مرکې ويډيو ده.

په دغه ويډيو کي يو مور د خپلې ماشومي لور سره يوځای ناسته وي او له خپلي لور څخه پوښتنه کوي چي څه ورسره سوي دي. دغه ماشومه کوښښ کوي چي څه ووايي خو نه پوهيږي چي څنګه یې تشریح کړي. بلآخره خپلې جامې باسي او خپل حالت ښيي. له هغه وروسته د مور چيغه اورېدل کيږي. د صحنه کې د حاضرو پوليسو په سترګو کي هم اوښکي راځي.

Indien Pakistan Symbolbild Vergewaltigung (Getty Images)

د دغې پنځه کلنې ماشومې نوم عليشا ښودل سوی دی. د عليشا مور چي تبسم مغل نوميږي د آلمان ږغ دويچه وېله ته وويل چي هغوی په کراچۍ ښار کي د يو سړي سره مخامخ سول چي ځان يې ورته پوليس معرفي کړ. د تبسم مغل په خبره دغه سړي ورته وويل چي دغې مېرمني ته به داسي ملازمت او روزګار ورکړي چي په ترڅ کي به يې دغه مېرمنه هره مياشت ۴۰ زره کلداري معاش ولري. هغې زياته کړه: «دغه سړي راته وويل چي زما په شان مېرمنو سره هميشه مرستي کوي او کور او روزګار ورته پيدا کوي. هغه وويل چي په کشمور سيمه کي ورسره د ملازمت يو خالي ځای سته چيري چي زه کولای سم د مېرمنو د بستو د تلاښۍ په ترڅ کي ۴۰ زره مياشتنۍ تنخوا ولرم. ما هغه ته وويل چي زما پنځه کلنه لور هميشه را سره يوځای وي. هغه وويل چي هلته د ماشومانو د ساتنې ځای هم سته. له همدې کبله ما خپل لور د ځان سره واخيسته او کشمور ته ولاړم چيري چي زه د يوې ويراني سيمي يو کور ته بوتلل سوم. هلته ماته وويل سول چي زه په ۳۰ زرو کلدارو پلورل سوې يم. هلته موجودو درو کسانو زه له خپلې لور څخه بېله کړم او درې ورځي يې جنسي تېری وکړ. يوه ورځ يې راته وويل چي بايد بېرته کراچي ته ولاړه سم او ورته يوه بله انجلۍ راولم. هغوی وويل چي د بلي انجلۍ تر رارسولو پوري به هغوی زما لور د ځان سره وساتي.»

تبسم په خپلو خبرو کې وايي چي هغه کراچي ته ولاړه او هلته پوليسو ته ولاړه چيري چي هغې ته وويل سول چي وضعه ډېره جدي ده او دا چي دا بايد کشمور ته ولاړه سي او بايد هلته د پوليسو سره تماس ونيسي. هغه زياتوي: «زه په هغه ورځ کشمور ته راغلم او له پوليسو مي مرسته وغوښته.» د دغې مېرمني په خبره د محمد بخش په نوم د پوليسو چارواکي ورته وويل چي د لور د يرغمل نيونکو سره خبري وکړي. هغې زياته کړه چي پوليسو پر اړونده ځای چاپه ووهله او په نتيجه کي يې يو تورن کس ونيو او هغه کور يې هم وموند چيري چي انجلۍ ساتل کيدله. تبسم وويل: «هلته چي پوليسو زما لور په کوم حالت کي موندلې، نو له کبله يې زه په ژوند کي مړه سوې يم.»

د کشمور سيمي د پوليسو چارواکي، اکبر چنا دویچه ویله آلمان ږغ ته وويل چي د ياد جرم په تور يې يو کس نيولی چي ورڅخه تحقيق ادامه لري. د هغه په وينا د دوو نورو شکمنو کسانو تلاښ ادامه لري چي ښايي بلوچستان ايالت ته تښتېدلي وي. هغه زیاته کړه چي د شکمنو کسانو ډي اېن اې يې خوندي کړې ده. د هغه په وينا د ماشومې انجلۍ د لا ښې درملنې په خاطر هغه له کشمور څخه و کراچي ته لېږدول سوې ده.

د ماشومانو د حقونو د دفاع د يو غير حکومتي سازمان «ساحل» د راپور پر اساس په پاکستان کي هره ورځ په اوسط ډول پر ۸ ماشومانو جنسي تېری کيږي. د دغه سازمان د شپږو مياشتو د راپور پر اساس په پاکستان کي پر ماشومانو د ټولو ثبتېدونکو جنسي تېريو د پيښو له جملې څخه ۵۷ فيصده يې په پنجاب کي، ۳۲ فيصده يې په سند کي او ۶ فيصده يې په خيبر پښتونخوا ايالت کي رامنځ ته کيږي. د دغه راپور له مخي د جنسي تېري په قربانيانو کي ۵۳ فيصده يې انجونې او ۴۷ فيصده يې هلکان وي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply