بابر افتخار وايي، په کابل کې ناست هندی ډيپلوماټ په پاکستان کې خلک وژني
د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار نن په اسلاماباد کې رسنيو ته وويل چې هند په دې وروستيو کې په پاکستان کې لاسوهنې زياتې کړې او اوس پر دې کار کوي چې څو وسلهوالې ډلې سره يو ځای او په پاکستان کې د جګړو نوی فصل پرانېزي.
دی وايي، هند د بلوڅو څو وسلهوالې ډلې بياراې، بيايلاې او بيايلايف سره يو ځای کوي چې هغه تر وروسته به په بلوچستان کې ناورين جوړ شي.
مېجر جنرل افتخار وايي، په دې سربېره، هند هڅې ګړندۍ کړې دي چې جماعت الاحرار او حرکت الانصار ډلې هم له پاکستاني طالبانو سره يو ځای کړي او بيا يې د پاکستاني حکومت پر ضد وجنګوي.
هلته يې په کراچۍ کې د الطاف حسين ايمکيوايم ته ګوته ونيوه چې ګواکې دغې ډلې ته هم هند پيسې او وسلې ورکوي او ورباندې په کراچۍ کې خلک وژني.
بابر افتخار وايي، د دې ټولو دسيسو تر شا په کابل کې د هند په سفارت کې د کرنل راجيش په نامه، ناست استخباراتي ډيپلوماټ دی چې پرلهپسې يې په پاکستان کې د ناامنيو لمبو ته لمن وهلې ده.
د ده په خبره، هندي استخبارات په دې سربېره، اوس غواړي د پاکستاني داعش په نامه هم په پاکستان کې يوه بله وسلهواله ډله جوړه کړي، چې يوازې پاکستانيان به وژني.
تر اوسه د افغانستان او هند د بهرنيو چارو وزارتونو په دې اړه څه نه دي ويلي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320