ولسمشر غني: طالبان دې جګړه بنده کړي څو کډوال بېرته راستانه شي

0 665

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، په افغانستان کې جګړه د دې سبب هم شوې چې ډېری افغان وکړي ګډوال شي او له همدې کبله له وسله‌والو طالبانو غواړي چې د جګړې په ختمولو سره د کډوالو شويو افغانانو بېرته راستنېدنې ته فرصت برابر کړي.

ولسمشر غني دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د کډوالو برخې له عالي کمېشنر فلیپو گراندي سره د لېدنې پرمهال کړي او زياته کړې يې ده چې طالبان دې د سولې له رامنځته شوي فرصت ګټه پورته کړي څو سولې ته د رسېدو په ترڅ کې هېواد ته د کډوالو بېرته راستنېدو زمينه برابره شي.

نوموړي دغه راز زياته کړې چې د سولې په ټينګښت او د وسله‌والو له لوري د تاوتريخوالي په ختمېدو سره به افغانان له خپل هېواد څخه کډوالۍ ته اړ نه شي. ولسمشر غني په دې اړه زياته کړې:

«جګړه بايد ختمه شي او طالبان بايد د سولې له رامنځته شوي فرصت ګټه پورته کړي څو په هېواد کې سوله تامين شي. افغانان بيا د خپل هېواد په پرېښودو مجبور نه شي او له هېواد د باندې په غربت او بد وضعيت کې ژوند ونه کړي. ځکه مونږ د هر افغان عزت بايد مهم وي.»

ولسمشر غني دغه راز د افغان حکومت د سولې پلان په چوکاټ کې له سولې وروسته د طالب جنګياليو پر ادغام هم ټينګار کړی او ويلي يې دي چې د سولې له ټينګښت سره افغان دولت چمتوو دی چې طالب جنګيالي او د دوی کورنۍ د هېواد په اقتصادي څرخ کې شاملې کړي.

په ورته مهال ولسمشر غني پر سيمه‌ييز پيوستون او په سيمه‌ييزه کچه د افغانستان سوداګريزو او اقتصادي همکاريو په پراختيا هم ټينګار کړی او ويلي يې دي چې دا چاره د جګړې ختمولو او د کډوالو بېرته را ستنېدو ته فرصت برابروي.

نوموړی وايي: «کډوال کولی شي چې د افغانستان په اقتصادي وده کې ګټور ثابت شي. دا استعدادونه او متخصصان کولی شوي چې د افغانستان په پرمختګ کې مهم رول ولوبوي.»

ولسمشر غني داسې مهال په افغانستان کې ناامني او جګړه د کډوالۍ لامل بولي چې په وروستيو جګړو کې په ځانګړې توګه په هلمند او کندهار کې زيات شمېر کورنۍ له خپلو مېنو بې ځايه شوي او له بد وضعيت سره مخ دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply