د شکر ناروغۍ لویي نښې

0 1,129

شکر په نړۍ کې یو له ډېرېدونکو ناروغيو څخه دی. د امریکا د ارواپوهانو ټولنې اعلان کړی، چې اوسني ځوانان د مخکينيو لسیزو له ځوانانو څخه ډېر تر فشار لاندې ژوند لري. همدې ټکي ته په پام پر شکرې ناروغۍ د اصلي عواملو څخه یو هم سټريس (فشار) دی.
د ایليټ ډایلي د راپور پر اساس ځوانان تر سختې ناروغۍ مخکې ډاکټر ته نه ځي او نه هم ځينې ډاکټران ددوی د ناروغيو علایم جدي بولي. همدا وجهه ده، چې ددوی ناروغي جدي کېږي او وروسته یې درملنه سخته تمامېږي.

 د شکر (دویم ډول) ناروغۍ نښې څه دي؟
روغتياپالان ددې ناروغۍ ځينې عمده علايم ښيي، کله چې دغه نښې دوامداره وي نو کوښښ وکړئ ډاکټر ته مراجعه وکړئ او د شکرې ناروغي مو وګورئ.

 ۱. د ادرار (تشو بولو) تکرار
له اندازې ډېر تشې بولې کول، او تشناب ته ژر ژر تلل ددې ناروغۍ یو له عمده نښو څخه بلل کېږي. دا په دې معنا ده، چې بدن مو اضافي شکر د ادرارو له لارې دفع کوي.

 ۲. دوامداره تنده!
د وينې د ګلوکوز لوړوالی د ډېر ادرار سبب او ډېرې تشې بولې د بدن د اوبو د کمښت سبب کېږي. نو ځکه انسان ژر ژر تږی کېږي.
د پرېونشن ویبپاڼې د راپور له مخې، که چېرې دغه پورتني دواړه عوامل په ناڅاپي ډول یو ځای راښکاره شي نو ډاکټر ته تګ ضروري دی.

 ۳. له اندازې ډېره ستړيا 
بدن د اړتيا وړ انرژي د ګلوکوز له سوځولو لاسته راوړي. د بدن د اوبو کمښت سر بېره، د بدن اکثره فعالیتونه اغېزمنوي، چې د ستړيا او لټۍ احساس درکوي. او همیشنۍ ستړيا د شکرې ناروغې نښه ده.

 ۴. د سترګو ستونزه
په بدن کې د اوبو کمښت او شکر د انسان پر نظر هم منفي اغېزې کوي. همدا د اوبو کمښت د سترګو د لینز لمدوونکې مايع کموي، چې دا کړنه د دید د کموالي سبب کېږي. په جدي حالاتو کې د اوبو کمښت د وینې کوچني رګونه له منځه ځي او د ړندېدو سبب هم کېږي.

 ۵. د ټپو ژر نه ښه کېدل 
همدارنګه شکر د انسان د میتابولېزم کچه ټيټوي او دفاعي ځواک کمزوری کوي. نو ځکه ټپ ځايونه په اسانۍ بېرته نه رغېږي.
همدارنګه د وزن کموالی، شدیده لوږه او بې حسي هم د دې ناروغۍ له عمده او اساسي نښو څخه شمېرل کېږي. که تاسو د دې ستونزو درلودونکي یې او یا مو هم د کورنۍ کوم غړی یادې نښې نښانې او علایم ولري ژر تر ژره ډاکټر ته مراجعه وکړئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply