ماليې وزارت وايي، د جينوا کنفرانس لپار د ترتيب شوې اجنډا له مخې ټاکل شوې د افغانستان سولې په پروسې، په افغانستان کې له فساد سره پر مبارز او دغه راز د نړيوالو له لوري له افغانستان سره د شويو او کېدونکو مرستو پر مؤثريت بحثونه وشي.

د ماليې وزارت وياند شمروز خان مسجدي وايي، ټاکل شوې دغه بحثونه د جينوا دوه ورځني کنفرانس په لومړۍ ورځ چې جانبي ناستې ده ترسره شي. د نوموړي د مالوماتو له مخې د نومبر په ۲۴مه چې د کنفرانس دويمه ورځ ده، په کې به د افغانستان نړيوال همکاران د ۴کلونو لپاره له افغانستان سره د مالي مرستو ژمنې تازه کړي.

مسجدي په دې اړه وايي: «اصل برنامه د سې شنبې په ورځ ده يا په ۲۴م د نومبر چې هلته به نړيوال همکاران د افغانستان له حکومت سره د ۴ کلونو لپاره خپل مالي تعهدات بيا ژوندي کوي.»

ټاکل شوې د جينوا کنفرانس سبا دوشنبه پيل او د دوو ورځو لپاره به دوام وکړي. په ياد کنفرانس کې د ګډون په موخه بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر او د ماليې وزير عبدالهادي ارغندېوال سوېس ته روان شوي دي.