ملګرو ملتونو افغانستان کې ښځو سره د تاوتریخوالي پر ډېرېدو اندېښنه ښودلې

0 1,037

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ دفتر (یوناما) ویلي، دې هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډيریدو اندېښمن کړي او زیاتوي چې له یادې پديدې سره مبارزه پر یووالي او ژمنتیا پورې اړه لري.

یوناما د ( لیندۍ پنځمه) د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسیدو د نړیوالې ورځې په مناسبت د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ټول قشرونه دې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي برخه کې په ځانګړي توګه د کرونا وبا د خپریدو برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي. سرچینه وايي، چې د کرونا وبا له کبله د بیکارۍ، خوراکي توکو کموالي، اقتصادي ستونزو او د ښوونځیو بندېدل هغه څه دي چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی یې زیات کړی دی. په ورته وخت کې افغان ولسمشر اشرف غني هم ویلي، چې له ښځو سره تاوتریخوالي، هېواد کې د ښځو د فعالیتونو په وړاندې خنډونه جوړ کړي دي.

ولسمشر غني له ښځو سره د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یو پیغام کې ویلي چې افغان حکومت د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي په ضد اساسي ګامونه پورته کړي او اړتیا ده چې د ټولنې ټول اړخونه په دې برخه کې اساسي ونډه واخلي. د جمهور رئیس غني په وینا حکومت د نظام په مختلفو جوړښتونو کې د ښځو د اغیزمن ګډون لپاره مناسبه زمینه برابره کړې ده.

دغه غوښتنې داسې مهال کېږي چې نن د نومبر ۲۵مه، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیواله ورځ ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply