طالبان وایي پاکستان سره ښې اړېکې ساتل د افغانستان په ګټه دي

0 691

طالبانو افغانستان ته د پاکستان د وزیراعظم عمران خان وروستی سفر مهم بللی اؤ ویلي یې دي دپاکستان په څېر ګاونډي هیواد سره ښې اړېکې لرل د افغانستان دګټو دپاره اړېنې دي.

هغوئ واضحه کړې ده چې که امریکا کې د جوبائیډن نوی حکومت د طالبانو اؤ امریکه ترمنځ دسولې شوی تړون رد کړو نو طالبان به یو وارې بیا د امریکا په وړاندې جګړه پیل کړي اؤ دا جګړه به تر هغې روانه وي چې ترڅو امریکا دافغانستان څخه وتلې نه وي.

د افغانستان خامه پرس سره یوه مرکه کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ ویلي په دوحه کې له ډیرې مودې وروسته یو ځل بیا د سولې د خپل منځي خبرو په تړاؤ ناستې پیل شوي خو تر اوسه دواړه خواوې کوم توافق ته نه دي رسیدلي.

طالب ویاند ویلي د سولې خپل منځي خبرې کیدای شي چې وخت ونیسي خو هغه هېله من دی چې دا خبرې به یوه مثبته نتیجه ارو مرو ورکړي.

هغه زیاته کړې چې کله د طالبانو اؤ امریکې ترمنځ هم د سولې تړون کیدلو نو ترهغې وړاندې قابو دوه کاله خبرې اترې شوې وې نو دافغانانو ترمنځ د ستونزو هواری به هم یو څه وخت ځکه نیسي چې افغانستان کې د شلو کالو راهسې جګړه روانه ده اؤ دا ټولې ستونزې ختمول وخت ته اړتیا لري.

که څه هم دا وخت په افغان خپل منځي خبرو کې په ځیني نکتو اختلافونه موجود دي او په تشدد کې چټکتیا لیدل کېږي خو افغان حکومت وايي، د طالبانو لخوا د هیواد په بېلابېلو برخو کې د جګړې د شدت له امله به دسولې روانې خبرې نه ختموي.

د افغان ولسمشر اشرف غني ویاند صدیق صدیقي په دې وروستیو کې خبریالانو ته ویلي وؤ، د طالبانو دتازه ترهګریزو بریدونو باجود هم افغان دولت غواړي چې دسولې خبرې باید دوامداره وساتي.

خو د طالبانو د وروستیو بریدونو راپدیخوا د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد فکر مندي ښودلې, هغه په خپله ټویټرپاڼه ټیره میاشت لیکلي وؤ دا حملې د سولې پروسې ته زیان رسولی شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر اوړمه ورځ د جېنیوا کانفرنس په ترڅ کې خبریالانو ته ویلي وؤ که طالبان د سولې برخه کې د افغان دولت په څېر ژمنتیا وښایي نو هېله ده چې راتلونکو څو اوونیو کې به پرمختګ ولیدل شي.

د طالبانو ویاند افغانستان کې په سمدستي توګه د اوربند احتمال رد کړی اؤ ویلي یې دي چې ترڅو دجګړې لاملونه له منځه نه وي تللی اوربند ګران دی.

هغه ویلي ترڅو چې افغانستان کې دبهرنیانو شتون وي اؤ په وینا یې اشغال نه وي خلاص شوی جګړه به روانه وي.

خو بل لوري ته د ولسمشر اشرف غني ویاند ښاغلي صدیق صدیقي رسینو ته ویلي چې طالبان هسې بهانې لټوي اؤ داسې غوښتنې کوي چې هغه د افغانستان دملي ګټو اؤ د ولس دغوښتنو سره په ټکر کې دي اؤ‌ دولت یې دمنلو صلاحیت نه لري.

د ګاونډیو هیوادونو په ځانګړي توګه پاکستان سره داړېکو په اړوند طالب ویاند ویلي تولو ګاونډیو هیوادونو سره غوره اړېکې لرل پکار دي اؤ پاکستان هم د افغانستان ګاونډي هیواد دی چې ورسره غوره اړېکې لرل پخپله د افغانستان په ګټه تمامیږي.

د روان کال د فېبرورۍ په 29 نېټه د امریکې او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شوی ؤ.

د امریکې او طالبانو د تړون تر مخه امریکا به په 14 میاشتو کې دافغانستان څخه ټول ځواکونه وباسي.

د دې تړون څو میاشتې وروسته د افغان حکومت او د وسله والو طالبانو د استازو تر منځ د سپټمبر په 12 مه د قطر په سرښار دوحه کې په افغانستان کې د امن دپاره خپل منځه مذاکرات پیل شوي دي خو تراوسه یې کومه غوڅه نتیجه نه ده ورکړې.

voadeewanews.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply