جمهوریت او امارت ته بیلګیزه پرتلیزه کتنه

لیکوال: حبیب الله ځیر

0 747

جمهوریت د لرغونو مدنیتونو د دولت هغه جوړښت دی، چې د خلکو له لوري په خپلواکه اراده او واک جوړ شوی او د پرمختګ تر لوړو پوړیو رسېدلی دی. خو امارت د ناخپلواک او شا ته پاتېدو د پردیو په اراده او هوډ ولاړ هغه نظام دی، چې تاریخي مخېنې ته یې په کتو سره ترې د پردیو او شخصي ګټو پالل دي او ولس ته پکې له شاته پاتېدو، فقر او مرګ څخه سیوا بل هیڅ نه دي پاتې.

په یوه بیلګه کې که چیرې د امیر حبیب الله خان امارت ته کتنه وکړو، چې د بغاوتونو له ځپلو او د خپل واک او ځاني غوښتنو او عیاشیو له تیرولو سیوا هېڅ پرمختګ پکې نه ښکاري، خو که چیرې د غازي امان الله خان واک دوره ګورو، نو د پرمختګ ډیر څه ترې څرګندیږي او د جمهوریت یوه څرګنده بیلګه یې ځکه بللای شو، چې له انګلیس یې خپلواکي واخېسته او د خلکو زړونه یې وګټل. غازي امان الله خان د خپلواکۍ ګټلو ته د هېواد له هر قوم څخه افغانان راټول کړل او په پراخه کچه یې تر وروستي سنګره قرباني پکې ورکړه او د غازي روڼ اندي وه، چې د هېواد له ختیځ تر لوېديځ، له شمال تر سویل پورې یې ټولو ته په یوه سترګه وکتل او د پرمختګ ستر عنصر چې پوهه وه په ټول هېواد کې یې د خورولو لومړېتوب ورکړو، چې په دې طلايي دوره کې د خلکو اقتصادي حالت هم د مخ ته تګ ستر بدلون وکړو، خو د امیر حبیب الله خان په امارت کې فقر، بې وزلي او د لوست لمنې لنډون څرګند ؤ، چې له امله یې خلک په ستونزه کې وو او د امارت پر وړاندې د بغاوت یو لامل یې بللای شو.

په همدې ډول که چیرې د سردارد داوود خان پنځه کلنې واکمنۍ جمهوریت ته پام وکړو، نو ګورو، چې د هېواد اقتصادي ودې، پوځي پرمختګ او کاري بوختیاوو له اړخه پر ځان د بسیاینې څرګندې بیلګې شته او په دې زرینه دوره کې د هېواد بهرنی او کورنی سیاست څرګند او له بشپړې خپلواکۍ برخمن ؤ، خو د طالبانو اسلامي امارت پنځه کلنه دوره کې بیا په هېواد کې د فقر، اقتصادي سقوط او پوځي تشې څخه سیوا بل هیڅ نه تر سترګو کیږي. دغه راز د طالبانو امارتي نظام کې له ګوتو په شمار هېوادونو څخه سیوا د نړۍ له نورو هېوادونو سره دیپلوماتېکې اړېکې نه وې او تر ډیره بریده یې بهرنی سیاست د بل تر نظر او لاس لاندې ؤ. په دې دوره کې هېواد له ستر اقتصادي ناورین سره مخ ؤ او د هېواد په ډیری ولایتونو کې خلکو له بې وزلۍ خپل بچیان پلورل، چې دا د یو نظام مشرانو لپاره ستر تاریخي شرم او مخ توری دی. په داسې حال کې، چې طالبانو په خپله پنځه کلنه دوره کې ګڼ فرصتونه لرل او په کار وه، چې له دې فرصتونو په ګټنې یې شاړې دښتې آبادې کړې وای، د اوبو په مدیریت سره یې د برېښنا ستره تشه ډکه او سلګونه زره هکتاره کرنیزه مځکه یې خړوب او هېواد یې د غلو دانو په یو لوی کندو بدل کړی وای. په همدې ډول په پنځو کلونو کې په پوهنیز ډګر کې هم د پام وړ پرمختګونه شوني وو، خو دوي ګڼې برخې لغوه کړې او پر هماغه پخواني درسي کاریکولم یې ښوونځي او پوهنتونونه په نیم ژواندي ډول پر مخ وړل، چې له امله یې هېواد د شاته تګ ستر زیان تجربه کړو.

د طالبانو له نیم ژواندي واک او امارت وروسته که د تیرو دوو لسیزو جمهوریت پیل پنځو کلونو ته نظر وکړو، نو د هېواد له سیاسي خپلواکیت غځېدو رانېولې بیا تر اقتصادي او پوهنیز پرمختګ پورې په ټولو برخو کې داسې سترې تشې ډکې شوې، چې نړۍ ورته ګوته په غاښ شوه او دا هر څه په داسې حال کې وو، چې ټول څه له صفره پیل شول او دا هر څه د سترو ستونزو په لومو کې نښتي وو، خو بیا هم د ستر بري یو لوی ګام ؤ، چې له برکته یې د نړېوالو پام راواوښت او د مرستو سترو لاسته راوړنو نورو ته اړ هېواد په یو صادراتي هېواد بدل کړو.

اوس که چیرې چا ته دا پوښتنه پیدا شي، چې د مجاهدینو کورنیو جنګ جګړو ځپلی هېواد څنګه د طالبانو اسلامي امارت له لوري له صفره پرمختګ پیلولای شوای؟ نو ځواب یې د تیرو دوو لسیزو د پیل هر څه له صفره پیل دی، چې په لنډ وخت کې یې همدا صفر په عدد بدل کړو او د سلنې پرمختګ موضوع پکې په لنډ وخت کې مطرح او څرګنده شوه.

دا ټول ځکه چې امارت د پردیو او شخصي ګټو له مخې په نیم ژوانده او سمبولیک ډول پر مخ بیول کیږي او بیول شوی دی او جمهوریت د خلکو په ارادو پر مخ درومي او د کورنۍ او بهرنۍ سیاسي خپلواکۍ په ګډون له خود ارادیت او پوهې څخه برخمن دی، نو ځکه خو څرګنده ده، چې امارت هېڅکله د جمهوریت ځای نه شي نېولای.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply