ولسمشر غني: نړیوال دې د کووېډ۱۹ واکسین په تطبیق کې له افغانستان سره مرسته وکړي

0 687

ولسمشر غني د ملګرو ملتونو عمومي مجمع ځانګړې ناسته کې چې د وېډیو کنفرانس له لارې تر سره شوه، له نړیوالو او په ځانګړې توګه له نړيوال بانک، د اسیا له پراختیایي بانک، د روغتيا له نړيوال سازمان او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو له ادارې غوښتي چې د کووېډ۱۹ وکسين د تطبيق په پړاوونو کې دې له افغانستان سره همکاري او مرسته وکړي.

ولسمشرۍ ماڼي له لوري په دې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، ولسمشر غني دې ناستې ته د وينا په دوام سره پر دې هم ټينګار کړی چې په ياده برخه کې د همکارۍ په موخه د عامې روغتیا وزارت، نړيوال همکاران او غیر حکومتي سازمانونه باید د افغان حکومت ستراتېژیکې رهبرۍ تر چتر لاندې د باور وړ شریکانو په توګه کار وکړي.

د خبرپاڼې له مخې ولسمشر غني دغه راز ویلي چې د افغان- جاپان روغتون طبي تجهیزاتو او امکاناتو زياتولو ته شدیده اړتیا لري. په خبرپاڼه کې د ولسمشر له قوله ویل شوي: «د کرونا وبا دویمه څپه د خلکو تر کورونو رسېدلې ده او د ژمي په موسم کې د دغې وبا له دویمې څپې سره مخ یوو.»

له دې سره په دغه ناسته کې د نړيوال بانک او اسيا پراختيايي بانک رئيسانو بيا ډاډ ورکړ چې په افغانستان کې د کووېډ۱۹ واکسين په لومړي پړاو کې به له ۲۰ تر ۴۰سلنه د ياد پروګرام په تطبيق کې مرسته وکړي.

له دې يوه ورځ وړاندې د اسیا پراختیايي بانک په افغانستان کې له کووېډ۱۹ سره د مبارزې په موخه د ۱۰۰ میلیون ډالري مرستې اعلان وکړ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply