د غزني ځايي چارواکي وايي، دې ولایت کې یې د وسلهوالو طالبانو له لوري دوه موټربمونه هدف ته له رسېدو وړاندې له منځه وړي دي.
د والي ویاند وحیدالله جمعهزاده وايي، تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې وسلهوالو طالبانو غوښتل چې د دوو موټربم چاودنو په واسطه د افغان ځواکونو مرکزونه په نښه کړي خو د سرتېرو له لوري پېژندل شوي او له منځه یې وړي دي.
نوموړی په غږیز کلېپ کې وايي:«تېره شپه وسلهوالو غوښتل چې د دوو موټربمونو په واسطه د غزني ولایت اندړو ولسوالۍ د ملا نوح بابا په سیمه کې د ملي اردو بېزونه په نښه کړي چې یو هاموي ټانګ غوښتل بېز ته ځان ورسوي. خو د سرتېرو له لوري پېژندل شوی او د ويشتلو په ترڅ کې یې چاودنه کړې ده.»
نوموړی همدا راز زیاتوي چې د یادې چاودنې په رامنځته کېدو سره درې تنه د ملي اردو سرتېري هم وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. جمعهزاده وايي، دويمه موټربم په مازدا ډوله موټر کې د چاودېدونکو توکو په تنظيمولو سره چمتوو شوی و چې بريدګر غوښتل چاودنه ورکړي خو د نوموړي په خبره له چاودنې وړاندې د کشفي مسوولانو له لوري کشف او ونيول شو.
نوموړی وايي، د دغه موټربم اړوند کس چې غوښتل يې چاودنه ورکړي، په تېښته بريالی شوی دی. جمعهزاده زياتوي په يوه بله جلا پېښه کې تېره شپه وسلهوالو طالبانو د قره باغ ولسوالۍ پر ودانۍ هم برید کړي چې د افغان ځواکونو له غبرګون سره مخ شوي او په ترڅ کې یې له ۱۰ ډېرو وسلهوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړی زیاتوي چې په سیمه کې د طالبانو درېیو جسدونو په پاتې کېدو سربېره دې ډلې ته درانه تلفات اوښتي دي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320