ننګرهار کې پولیسو دوه تنه انسان تښتوونکي نیولي

0 579

د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت سره رود ولسوالۍ اړوند سیمه کې یې دوه تنه انسان تښتوونکي نیولي دي.

د ننګرهار رسنیو له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، پولیسو د مسعود او خیرالله په نومونو دوه تنه انسان تښتوونکي د جلال اباد ښار لومړۍ ناحیې او سره رود ولسوالۍ د شیخ مصري په سیمو کې د بېلا بېلو عملیاتو پر مهال نیولي دي .

خبرپاڼه وايي، دوی د کورنیو چارو وزارت اړوند نیک محمد او د ننګرهار مستوفیت د حاجي انور په نوم کارکوونکي تېر کال تښتولي وو چې اوس يې پخپلو جرمونو اعتراف هم کړی دی . د ننګرهار رسنیو دفتر دغه راز زیاتوي چې نیول شوي کسان د قانوني تعقيب په موخه رسما څارنوالۍ ته ور پېژندل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې د جرمونو او امنيتي پېښو مخنيوي په موخه د ننګرهار امنیتي چارواکو هڅې زياتې شوي دي. د دې هڅو په ترڅ کې پرون سې شنبه ملي امنيت ځواکونو د جلال‌اباد لپاره د وسله‌والو طالبانو ښاري شبکې مشر هم ونيوه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply