د بین الافغاني مذاکراتو په لړ کې دې لومړی پر اوربند هوکړه وشي

0 626

د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسيون د حکومت او وسله‌والو طالبانو له مذاکراتي پلاویو غواړي چې د مذاکراتو په لړ کې دې تر هر څه وړاندې لومړی پر اوربند هوکړه وکړي.

دې کمېسيون نن (چهارشنبه د لیندۍ په ۱۹مه) د «بشري حقونو نړیواله ورځ او د جګړې قربانیانو د یاد ملي ورځ» تر عنوان لاندې جوړې شوې غونډې پرمهال ويلي، مذاکراتي پلاوي دې لومړی د تاوتریخوالي پر کمېدو هوکړې ته ورسیږي.

د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسيون په دې اړه خپره کړې خبرپاڼه کې وايي: «د سولې مذاکراتي پلاوي دې د خپلو خبرو او پرېکړو بنسټ اساسي قانون، د بشري حقونو نړيواله اعلاميه او نړیوال تړونونه وټاکي.»

د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمیسون په خبرپاڼه کې د دغه کمېسيون رئيسې شهرزاد اکبر له قوله ویل شوي چې دامهال په افغانستان کې د روان تاوتريخوالي درول ضرور دي او زياتوي چې په مذاکراتو کې تر هرڅه لومړی باید د تاوتریخوالي کمېدو او اوربند ټینګېدو په اړه ګام واخیستل شي.

نوموړې ویلي: «تر ټولو لومړی ګام بايد د تاوتريخوالي ختمول او پر اوربند هوکړه وي. تر دې را وروسته، تلپاتې سولې ته د رسېدو په موخه، د سولې په پروسه کې د قربانيانو مانادار حضور او د تلپاتې سولې په اجنډا کې قربانيانو ته ځاى ورکول دي.»

شهرزاد اکبر همدا راز د سولې په مذاکراتو کې د جګړې قربانیانو د حقونو پر خوندیتوب باندې هم ټینګار کړی دی. له دې يوه ورځ وړاندې ملي پخلاينې عالي شورا رئيس عبدالله عبدالله ويلي چې نن چهارشنبه به د سولې مذاکراتي پلاويو ترمنځ جدي بحثونه پيل شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply