په ۲۰۱۹ کال کې طالبان د ۸۷ سنله مرګ ژوبلې مسوولان دي

0 1,079

د اسټراليا سيډني ښار د اقتصاد او سولې انسټېټيوټ يوه تازه څېړنه ښيي چې افغانستان د نړۍ په کچه له ترهګرۍ تر ټولو زيات متضرر شوی هېواد دی.

د څېړنې له مخې که څه هم د تېر ۲۰۱۹ ميلادي کال پرمهال په افغانستان کې د وړم کال په پرتله جګړه کمه وه، خو بيا هم په همدې کال کې د جګړې له کبله په ټوله نړۍ کې د اووښتې مرګ ژوبلې ۴۱سنله يې په افغانستان کې وه.

د اقتصاد او سولې انسټېټيوټ په دې څېړنه کې دغه راز راغلي چې په افغانستان کې د فعالو وسله‌والو ډلو په پرتله وسله‌وال طالبان هغه ډله ده چې زياته مرګ ژوبله يې اړولې او د راپور له مخې په افغانستان کې يادې اووښتې مرګ ژوبلې ۸۷ سلنه مسوول په خپله وسله‌وال طالبان دي.

د نوموړي اسنټېټيوټ له لوري د ترسره شوې څېړنې په اړه په خپاره شوي راپور کې ويل شوي: «په ۲۰۱۹ کال کې طالبان د نړۍ تر ټولو خونړۍ ډله وه. خو دې ډلې ته په منسوبو د ترهګرۍ په وژنو کې ۱۸ سلنه کموالی راغلی او په دې کال کې د دې ډلې له خوا د وژل شویو کسانو شمېر ۴۹۹۰تنه دی.»

د اقتصاد او سولې انسټېټيوت په دې راپور کې دا هم ويل شوي چې په افغانستان کې د جګړې دوام هم تر بل هر چا د دغه هېواد پر اقتصاد زيات اغېز کړی دی. د راپور له مخې په افغانستان کې د جګړې له درکه د اقتصادي زيان کچه خورا زيات ده او ان دغه اندازه د افغانستان کلنيو ناخالصو محصولاتو څه باندې ۱۶ سنله جوړوي:

«افغانستان هغه هېواد دی چې اقتصاد د اغېزمنېدو کچه یې تر ټولې نړۍ لوړه ده او دا زیان د دې هېواد د کورني محصول له ۱۶.۷ سلنې سره برابر دی.»

د څېړنې په تړاو په دې راپور کې دا هم ويل شوي چې د ټولې نړۍ په کچه په ترهګرۍ ځپلو هېوادونو کې ۲۰ لوی ترهګريز بريدونه شوي چې ۶ هغه يې يوازې په افغانستان کې وو. وسله‌والو طالبانو تر اوسه د اسټراليا د اقتصاد او سولې انسټېټيو دې ترسره کړې څېړنې په اړه څه نه دي ويلي.

د ياد راپور له مخې د نړۍ په کچه وسله‌وال طالبان، بوکو حرام، داعش او الشباب هغه وسله‌والې ډلې دي چې په ۲۰۱۹ کال کې يې د نړۍ په کچه زيات خلک وژل دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply