له خبریالانو سره د طالبانو د دښمنۍ دوام

نویداحمد څرک

0 713

د طالبانو تګلاره او کړنلاره دا ده چې لومړی دې په خپلسري فتوا باندې مزدور، مرتد او کافر کړي، بیا دې وژل هر چا ته روا کړي.

همداسې طالبانو د نورو برخو تر څنګ له رسنیو سره هم وکړل، تراوسه ازادو رسنیو ته مزدورې رسنۍ وایي او هر کله پرې د مخامخ بریدونو ګواښ هم کوي.

طالبانو څو ځل په رسمي اعلامیو کې خبریالانو او رسنیو ته خبرداری ورکړی او دوه ځل یې رسنیو باندې د برید مسوولیت هم منلی دی، دا ځکه چې د طالبانو له نظره رسنۍ مزدورې دي او د دوی جهاد پرې روا دی.

دا چې طالبان په رسمي اعلامیو کې رسنیو ته مزدورې او خبریالانو ته مزدور وایي، نو ښکاره ده چې پر رسنیو او خبریالانو هر ډول برید د دې ډلې کار دی.

د الیاس داعي، یما سیاوش او ملالې میوند باندې د طالبانو وروستي بریدونه له رسنیو او خبریالانو سره د دې ډلې دښمني په ډاګه کوي چې طالبان هر کله فرصت ګوري چې په رسنیو او خبریالانو برید وکړي.

څه توپير یې کړی دی، رسنیو څه توپير کړی او طالبانو څه توپير کړی دی.

طالبانو د طلوع تلویزیون د املې په موټر باندې موټر سایکل بم برید وکړ او د دې برید مسوولیت یې له رسمي ادرس څخه واخیست او د طلوع تلویزیون په دې ژرونالستانو باندې یې د مزدورانو ټاپه ووهله، د هغوی وژل یې د ځان لپاره روا کړل.

طالبانو له دې پېښې وروسته شش درک سیمه کې له لومړي ځانمرګي وروسته دویم ځانمرګی برید پر خبریالانو وکړ، له دې برید منکر شول، خو وروسته مالومه شوه چې دا برید هم طالبانو کړی دی.

نو له رسنیو سره د طالبانو له اوږدې دښمنۍ ښکاري چې هر برید پر رسنیو او خبریالانو باندې طالبان کوي او که طالبان یې مخامخ نه کوي، لامل یې طالبان دي.

ځکه طالبان دي چې رسنیو او خبریالانو باندې د برید کاذب جواز یې ورکړی او د خپلو شومو موخو لپاره یې ورسره دښمني اعلان کړې.

طالبان ولې له رسنیو او خبریالانو سره دښمني کوي؟

طالبان له رسنیو او خبریالانو غواړي چې د دوی وحشتونو او ناکاره کړنو ته توجیې ولټوي او په خپلو خبرونو کې یې یو ښه عمل یاد کړي.

دغه راز طالبان له رسنیو او خبریالانو غواړي چې د طالبانو هر کار او عمل ته سم کار او سم عمل ووايي، خو داسې هیڅ باوجدانه افغان نه شي کولی چې د طالبانو کړنو ته توجیهات ورکړي.

داسې هیڅکله نه شي کیدلی چې د یوې ترهګرې ډلې فعالیتونو ته دې ښه وویل شي، داسې ترهګره ډله چې حتا په خپلې کورنۍ، خپل مذهب او انسانیت باندې هم رحم نه کوي او باور پرې نه لري.

طالب د ټول افغانانو او ټول انسانیت دښمن دی او په افغانستان کې د هر قتل تر شا د طالب لاس دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply