په ارغنداب کې د حکومتي سرتیرو نوې جنګي جنایت

دوکتور محمد عثمان تره کی

0 787

۱۴/۱۲/۲۰۲۰

د دسامبر په ۱۳ مه نیټه په مېډیا او مطبوعاتو کې لاندې خبر خپور شو : « افغان امنیتي ځواکونه وايي، د کندهار ارغنداب ولسوالۍ چاڼیزو عملیاتو کې یې د اوو ځانمرګو بریدګرو په ګډون ۶۳ وسله وال طالبان وژلي. خو د سیمې خلک وايي، ټول وژل شوي ولسي وګړي دي».

له سیمې څخه د خپرو شویو راپورونو په اساس، حکومتي چورلکو په ارغنداب ( ناګهان نومي سیمه ) کې د ملکي وګړو پر کورونو بمبار کړی چې له امله یې ګڼ کورونه ویجاړ شوي او د ماشومانو په ګډون دیارلس تنه وژل شوي دي.

د بی بی سي په خبره :

« د ارغنداب اوسېدونکو هم ويلي، تېره شپه دې ولسوالۍ کې د یوه ساعت لپاره بمباري روانه وه او ولسي وګړي پکې وژل شوي دي. په دغو بریدونو کې د یوه ځايي اوسیدونکي کور هم لګیدلی، چې دوه وروڼه، مېرمن او څلور ماشومان یې پکې وژل شوي.

په ملکي خلکو ګوزار څو واقعیتونه په ډاګه کوي :

– امریکا او ملګرو یې د یرغل په پیل کې په افغانستان باندې د بشپړ کنترول په مقصد پښتون وژنه د یو جنګي تکتیک په توګه ومانه. نړیوال نظامي ائتلاف تروریزم سره د جګړې په پلمه د جګړې د پیل نه راهیسې د پاکستان په ملګرتیا، پښتون وژنه ( قاومي ژنوساید ) د خپل جنګي تکتیک  په حیث وکارول. د ارغنداب پیښه د دغه لړي ادامه ده.

– د نړیوال نظامي ائتلاف او د کابل ادارې د امنیتي اورګانونو جوړښت د ملیشیايی جګړې له غوښتنو سره سمونوالې نلري. د ناتو او کابل ادارې د امنیتي اورګانونو ترکیب او څرنګوالې د دولتونو تر منځ د جګړې په مقصد جوړښت موندلې دي نه د دولت او ملیشیایي جګړې په موخه.

– حکومتي ځواکونه د طالبانو سره د مستقیمې ځمکني مقابلې عقیدوي او تجهیزاتي وړتیا نلري. بناً ديته اړ کیږي چه د چوت اندازو بمباریو له لارې د طالب مقاومت وځپي.

– د طالب جنګیالو مورچلونه د ولس په غیږ کې پروت دي. حکومتي ځواکونه چه یوازې د هوائي عملیاتو نه ګته پورته کوي، کولي نشي چه د ولسي وګړې نه جلا له طالب سره چلند وکړي. حکومتي ځواکونه د لوژستیک او استخباراتي تجهیزاتو نه چه ځمکني دقیق او هدفمند عملیات تر سره کړي بې برخې ساتلې شوېدي.

د اتکل شلو کلونو په اوږدو کې پرله پسې خداي په جات جنایت او وژنه دا په ډاګه کوي چې افغانستان د بهرنیو او کورنیو جنایت کارانو د پاره په یو خوندي پټنځای بدل شوی دی. په تأسف سره د جنگي جنایتونو د استمرار له کبله د ده په وړاندې د افغانانو او نړیوالو حساسیتونو کچه لویدلې ده. د جنګي جنایتونو په اړه د بازخواست او قانوني تعقیب د یو میکانیزم نشتوالې د دې لامل شوې چه د جګړې ښکیل اړخونه او په ځانګړې توګه حکومتي سرتیرو بی خیال او بی پروا ملکي ولس په نشه کړي.

– په حکومتي امنیتي اورګانونو کې د پخواني کمونستي پوځ د افسرانو نفوذ د ملکي تلفاتو بل غت لامل ګنلي شو. د بن د کانفرانس نه وروسته خادیستان او پرچمیان د دیموکراسي تر چتر لاندې په دولتي اورګانونو کې ژور اغیز وموند. د افغانستان د خلک دیموکراتیک ګوند څلویشت کاله کیږي چه د اسلامي دلو  او ملت پالو سره په خونړي جګړه بوخت دي. په پوځ کې انقلابي قوماندان که په یوه کلې کې د یو طالب په وږنه سل غیر طالب ووږني، هغې ته د یو انقلابي لاسته راوړنه په حیث شمیري.

د ژیوپولتیکو موخو د پاره د سکتاریستي ، قومي اومذهبي تفرقې نه ګټه پورته کول د ښکیلاک ګرو ځواکونو د عمر د اوږدوالي په اندازه لرغونتوب لري. په نږدې کلونو کې امریکا او انګلستان په افریقا ( روندا )، لاتین امریکا، ختیځې اروپا ( یوګوسالویا ) او منځني ختیځ (عراق او سوریې ) کی په سکتارستي، قومي او مذهبي ټکرونو کې د پام وړ سیاسي پانګه اچونه کړې ده.

په افغانستان کې د قومي عصبیتونو نه سیاسي استفاده د یرغلګرو قوتونو د اجنډآ په سر کې قرار لري.

د بهرني اشغالګرو ځواکونو د پالیسي له مخې حکومتي – امنیتي اورګانونه یوه لویه برخه د قاومي لږکیو د منسوبینو نه جوړې شوې دي. په واقعیت کې قاومي اقلیتونه د طالبانو سره د جګړې په پلمه د جګړې په میدانونو کې د قاومي تصفیې پروګرام پرمخ وړي.

د ارغنداب په جنایي پیښه کې مطمئناً د دولتي تروریزم سره مخ یو. دغه وحشتناک جنایت پخپل وار ځانمرګې بریدونو ته انگیزه برابروي او غیر دولتي تروریزم ته وډه ورکوي.

 د ملکي وګړو مرګ ژوبله لامل هر څه چه وي د حکومتي پوځ قوماندانان باید پدې باندې ځان پوه کړي چه دوي د بهرني ملاتړ تر پوښښ لاندې د جنایتونو د بې پروا ارتکاب په اړه تر ابده پورې مصئونیت لرلي نشې. بهرنیان د افغانستان نه وزي. سوله او عدالت راتلونکې ده. هیڅ بهرني او کورني جنایتکار د عدالت د منګولو نه ځان ژغورولي نشي. انشاالله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply