طالبان په کاذبه ادعا چلنج شول

نوید احمد څرک

0 593

طالبانو ته تازه د ملي امنیت شورا وړاندیز کړی چې لومړی پړاو خبرې له هېواده بهر وشوې او اوس چې دواړه ټیمونه په رخصتۍ دي، طالبان دې پاتې خبرې په خپل هېواد کې وکړي.

طالبانو ته اختیار ورکول شوی چې هر ځای غواړي هملته به د خبرو لپاره تاسیسات جوړ کړي او خبرې اترې به پکې وکړي.

دا د دې لپاره چې د افغانانو په مشرۍ خبرې باید په افغانستان کې وشي، چې له هر ډول لاسوهنو څخه پاکې وي.

د ملي امنیت شورا دا وړاندیز له هرکلي سره مخ دی چې افغانان دې خپلمنځي خبرې په خپل کور کې وکړي.

امنیت شورا د طالبانو د سیاسي ډلې د امنیت تضمین هم کوي او ډاډ یې ورکړی چې ټول امکانات به ورته په کور دننه برابر کړی.

دا وړاندیز چې د خلکو له هرکلي سره مخ دی، تر څنګ یې طالبان چلنج شوي هم دي او هغه  داسې چې ولې طالبان په خپله خاوره کې مذاکرات نه کوي.

طالبان ډیر کله په کاذبه ادعا کې وایي چې دوی پنځوس سلنه او شپیته سلنه خاوره باندې کنټرول نه لري.

ښا چې دومره خاوره باندې واکمن دي، نو دې ساحه کې دومره ځای نشته چې طالبان پکې ځانونه مصوون احساس کړي؟

که ځان مصوون نه احساسوي، افغان حکومت چمتو دی چې د طالبانو لپاره خوندي سیمه رامنځ ته کړي چې خبرې پکې دوام وکړی.

دا اوس یو ځل بیا په ډاګه شوه چې طالبان هسې خیال ګوري او د افغانستان په هیڅ برخه باندې واکمني نه لري.

ولې طالبان د افغانستان په پرتله نورو هېوادونو کې خبرې کول غواړي؟ ایا طالبان پر ځان باور نه لري، که پر افغانانو؟

دا ښکاره ده چې د طالبانو کنټرول د بل چا په لاس کې دی او هغه باداران یې چې هر څه ورته ووايي، همغه ډول عمل کوي، که طالبانو خپل واک درلودلی، دا پریکړه ورته اسانه وه چې په کور دننه خبرې وکړي.

په کور دننه هم مصارف کمیږي، هم خود مختاري رامنځ ته کیږي او هم ټول اړخونه کولی شي، په وخت باندې مشورې او پریکړې وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply