جمهوررئیس غني: سوله په وژلو او سپکولو نه، بلکې د یوه بل په منلو راځي

0 1,155
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني کندهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال نن مازدیګر د کندهار ولایت له یو شمېر دیني علماو سره وکتل.
په دغه کتنه کې د کندهار د علماو رئیس مولوي عبیدالله فیضاني او مولوي عبدالباقي د نورو په استازیتوب په خپلو خبرو کې علماو ته د جمهوررئیس د همېشنۍ پاملرنې او ملاتړ مننه وکړه وې ویل، د افغانستان خلک مسلمانان دي او د اسلامي ارشاداتو د ساتنې په خاطر یې زیاتې قربانۍ ورکړي دي او علما په ټولنه کې ځانګړی رول او ارزښت لري.
وروسته د جمهوررئیس لومړي مرستیال امرالله صالح وویل، کندهار ته زموږ د سفر موخه داده چې د کندهار د امنیتي او دفاعي ځواکونو سره له نږدې ووینو او د امنیت د تامین په اړه یې مشورې واورو. هغه زیاته کړه، کېدای شي نېمګړتیاوې وواسي، خو له کندهار څخه په ډېره مېړانه دفاع شوې او لا هم کېږي.
صالح وویل، د نظام او وطن دفاع زموږ د ټولو مشترکه دنده ده. هغه طالبانو ته په اشارې چې وایي موږ د ولسونو په منځ کې یوو، حال دا چې د دوی له لاسه یواځې د کندهار په څو ولسوالیو کې کابو ۶۰ زره خلک بې کوره شوي دي، که چېرې طالبان په خپله دغه ادعا کې صادق وي نو بیا ولې ولسونه د دوی له سیمو کډه کوي.
صالح څرګنده کړه، بېځایه شویو خلکو سره به د ملي دسترخوان برنامې او اضطراري کوډ له لارې بېړنۍ مرستې او لازمه رسېدګي وشي. هغه زیاته کړه، علماء دې له طالبانو وپوښتي چې دوی په ډېر ویاړ سره وایي موږ له امریکا سره جوړه کړې ده، اما خپل وطنوال په کوم دلیل او منطق وژني.
د جمهوررئیس لومړي مرستیال د امنيتي او دفاعي قواو مېړانې او زړورتیا ته په اشارې وویل، دغه ځواکونه ۹۶ سلنه عملیات په خپله ترسره کوي، دا زموږ خاوره ده په پېړیو پېړیو مو ساتلې او بیا یې هم ساتو او دفاع ترې کوو او دا کار خپله وجیبه او مسوولیت ګڼو.
هغه څرګنده کړه، موږ سوله غواړو ځکه په سوله کې عزت دی او طالبانو ته بلنه ورکوو چې راشي او د افغانستان په داخل په هرځای کې چې د دوی خوښه وي د افغانستان اسلامي جمهوري دولت مذاکراتي ټیم سره دسولې مذاکرات مخته یوسي.
امرالله صالح طالبانو ته په خطاب کې وویل، تاسې ولې له خپلو خلکو وېره لرئ؟ دلیل یې دا دی چې لاسونه مو د ولس په وینو سره دي، همدارنګه شېبه په شېبه له بهرنیانو مشورې اخلي، خو که چېرې وطن ته راشي نو د مشورو لړۍ یې پرې کېږي. هغه زیاته کړه، طالب دې د ولس ارادې ته غاړه کېږي او د کندهار مشران دې د افغانستان د هویت بنسټ شي.
جمهوررئیس غني د یادو ویناوالو د خبرو له اورېدو وروسته وویل، علماو ته درناوی موږ ته له احمدشاه بابا او مېرویس نیکه څخه په میراث راپاتې دی. زه د غازي امان الله خان په مېز کار کوم او شاته مې د احمدشاه بابا د شېرسرخ زیارت منظره ده.
جمهوررئیس وویل، شاه ولي الله دهلوي د خپل وخت لوی عالم وو او احمدشاه بابا سره یې نږدې اړیکې لرلې، د دوی مينه او وینه زموږ په رګونو کې ده او د هر یوه له چلنده الهام اخلو.
جمهوررئیس محمداشرف غني څرګنده کړه، فتنه لوی جرم دی او څوک چې د اسلامي نظام په مقابل کې درېږي هغه په فتنه اخته دي. زموږ د تېر کال ۱۶ سلنه ابادي یواځې د طالبانو له لورې تباه شوې ده او له ټولو علماو غواړم چې له دوی سره وغږېږي.
د هیواد جمهوررئیس وویل، سوله په وژلو او سپکولو نه، بلکې د یوه بل په منلو راځي. هغه طالبانو ته په خطاب کې وویل، راځئ چې خرقې مبارکې، د مېرویس نیکه یا هم د احمدشاه بابا مزار کې مذاکراتو ته سره کېنو، ځکه د لوی کندهار غېږ ډېره پراخه ده. زموږ لار داده چې واضح مذاکراتو ته راشئ.
د هیواد جمهوررئیس په ټینګار وویل. زموږ شرط یو دی او هغه دا چې ولس دې فیصله وکړي چې په ازادو رایو خپل زعیم وټاکي، ځکه دا څوکۍ په دې نه ارزي چې وینه پرې توی شي، دا هیواد زموږ دی، دا به پالو او دا به ساتو. سوله اخلاقي جرئت غواړي، د ولس د پرېکړې له مخې مو د طالبانو بندیان خوشې کړل ، خو دوی دې وینه بنده کړي چې سره وغږېږو.
جمهوررئیس طالبانو ته په خطاب کې وویل، ولې د وینې بهولو له بندولو ډارېږئ؟ که تاسې فکر کوئ چې د ولس په زړونو کې ځای لرئ نو انتخاباتو ته راشئ. هغه زیاته کړه، په سوله کې د هر افغان، مشر او عالم عزت دی او موږ باعزته سوله غواړو.
کندهار د افغانستان لوی زړه دی او دا زړه به ساتل کېږي، د کندهار مینه د هر افغان په وینه کې ده، ځکه دلته د احمدشاه بابا او مېرویس نیکه نه یواځې مقبرې بلکې میراث دی.
د هیواد جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، د کندهار د امنیت او هوساینې لپاره چې هر څه په کار وي عملي کوو یې، له کندهاریانو یواځې اتفاق او سمه سیمه ییزه حکومتولي غواړو چې هر یو پکې خپل ځان ووینې. کندهار به یو ځل بیا خپل عزت پیدا کړي او د ټولو ویاړ به وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply