هغې چې تېره ورځ د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څلور میاشتنۍ غونډې ته خبرې کولې وویل چې د سولې پروسې دوهم پړاو خبرو کې دې ځوان قشر ته بشپړ رول ورکړل شي. هغې په خپلو خبرو کې دغه راز افغانستان کې د روان تاوتریخوالي د درېدو غوښتنه هم وکړه او له ښکیلو اړخونو یې وغوښتل څو د سولې د مذاکراتو له لارې یو دایمي اروبند ته لاره هواره کړي.
په ورته وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ (یوناما) مشره ډېبورا لاینز وایي، په دې هېواد کې د تاوتریخوالي‌ اوسنۍ کچه د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو لپاره یو خطر دی.‌ اغلې لاینز چې یادې غونډې ته وینا کوله وویل،‌ چې دوحه کې د سولې خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی او دا خبرې باید له دمې وروسته د جنورۍ پر پنځمه بېرته پیل شي.‌
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افغانستان په اړه داسې مهال خپله څلور میاشتنۍ غونډه کوي چې دوحه کې د بین الافغاني‌ مذاکراتو ښکېلو غاړو شل ورځنۍ دمه اعلان کړې چې په ترڅ کې یې د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی وړمه ورځ کابل ته راستون شو او دلته یې د حکومتي مشرانو سربېره له مدني بنسټونو سره مشورتي ناستې پیل کړي دي.