نړیوال بانک ۱۸۰ میلیونه ډالر د افغان حکومت حساب ته ولېږدول

0 838

د مالیې وزارت چارواکي وايي، نړیوال بانک ۱۸۰ میلیونه امریکايي ډالر د افغانستان حکومت حساب ته لېږدولي دي. له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، یاده اندازه پیسې د ليندۍ میاشتې په ۲۷مه نېټه لېږدول شوي دي.

د مالیې وزارت د مالوماتو له مخې، افغانستان ته د يادو پیسو هوکړه د روان ۲۰۲۰ ميلادي کال په نومبر کې شوې وه، خو د ځينو تخنیکي ستونزو له کبله یاده پروسه ځنډنۍ شوه.

د مالیې وزارت په خبرپاڼه کې دغه راز دا هم ویل شوي چې رامنځته شوې تخنیکي ستونزه د نړیوال بانک او د افغانستان بانک په ګډه همکارۍ حل شوې او په ترڅ کې یې یاد مقدار پیسي د افغانستان حکومت حساب ته په رسمي ډول لېږدول شوي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply