ظریف په افغانستان کې د وسلهوالو طالبانو له لوري روان تاوتریخوالي ته په اشارې سره ویلي چې دې ډلې لا هم له تروریستي اعمالو لاس نه دی اخیستی او له همدې کبله يې په تړاو د ايران دريځ نه دی بدل شوی.
جواد ظريف زیاتوي، وسلهوال طالبان چې څنګه ملګرو ملتونو د ترهګرو په لېست کې درج کړي، دوی هم ورته په هماغه سترګه ګوري. ظریف دغه راز له افغان کډوالو څخه په جګړه کې استفادې ته هم اشاره درلوده او زياته يې کړه چې اوس هم په سوریه کې ۲ زره افغانان د ايران تر ملاتړ او قومندې لاندې جګړه کوي.
نوموړی وايي، یاد افغانان د سوریې جګړې ته په خپله خوښه تللي او ایران حکومت یې يوازې تسليحاتي او مالي ملاتړ په غاړه اخيستی دی. ظریف زیاتوي چې افغان حکومت کولی شي په سوریه کې له جنګېدلو افغانانو د داعش ډلې پر وړاندې استفاده وکړي او د خپل پوځ په لیکو کې يې جذب کړي.
له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ايران په دغه هېواد کې مېشت افغان کډوال د سوريې جګړې ته ته لېږي، خو اوس د ايران بهرنيو چارو وزير جواد ظريفه په دغه جګړه کې د دوی په ملاتړ د افغانانو حضور تائيد کړ.
په داسې حال کې چې نړیوالې رسنۍ د ۲۰۰۰۰ په شاوخواو افغان هزارګان د ایران تر قوماندې لاندې د فاطمیونو په نوم د سوریې د سنی مسلمانانو پرضد ډیره بیرحمه جګړه کړې او کوی یې چې د هیڅ ډول جنایت څخه یې ډډه نه ده کړې چې په ټولنیزو رسنیو کې په لسګونو ویدو خپرې شوي دي. ایران لا د مخه د خپلو دغه هزارګانو یوه زیاته برخه په افغانستان کې ځای په ځای کړې ده چې د علیپور او شجاعی او نور ډیر یې په افغانستان کې پّ جنګي جنایتونو بوخت دی چې متاسفانه افغان حکومت چې ایران پلوي هزاره ګان پکې برلاسي دي تر اوسه دغه ایران پلوو جنایتکارو ته څوک څه نه شي ویلی او علیپور چې یو وخت افغان امنیتی ځواکونو ونیو اوزندانه ته یې کړ، د ولسمشر اشرف غني د دوهم مرستیال په امر له زندانه راویستل شو چې همدا اوس په میدان وردګو کې په جنایتونو بوخت او ملي پولیس او ملي اردو پوستې یې هم نیولی او وسلې یې ولجه کړی دی.
ایران دولت او د هزاره ګانو د حزب وحدت ډله غواړي چې دغه جنایتکاران په ملي پولیسو او ملي اردو کې مدغم کړی چې پاس ورته د ایران د بهرنیو چارو وزیر ورته اشاره هم کړې ده.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320