د انګلیسي ژبې زده کولو لپاره بلکل آسانه او ګټوره طریقه

0 1,842

۱ ـ اکثره زده کوونکي منفي فکر کوي. مثلاً وايي چې زه د ژبې زده کولو استعداد نه لرم، نشم کولی ژبه زده کړم، زما لپاره مشکله ده … دغسې خلک چې تر کولو يا کېدلو په نه کېدو زيات باور لري، منفي فکر کوي او د ژبې زده کړه ځان لپاره لا سختوي.

بايد وويل شي چې د ژبې زده کړه کوم ناشونی کار ندی، يوازې اراده او عمل غواړي.

که اراده لرئ چې انګريزي زده کړئ، په اول قدم کې په ځان باور ولرئ، تاسې بايد دا عقيده ولرئ چې څه وغواړئ هغه کولی شئ، که ټنبلي له ځان لرې کړئ پوی به شئ چې د ژبې زده کړه هغومره سخته نه ده.

۲ ـ ځان له نورو سره مه پرتله کوئ: آيا تاسې هم ځان له هغو کسانو سره چې انګريزي ژبه يې له ماشومتوبه لوستې او زده کړې پرتله کوئ؟ يا ځان له هغو سره مقايسه کوئ چې تر تاسې يې زياته انګريزي زده ده؟

که دا کار کوئ پايله يوازې خپګان دی، دغسې پرتله مو ذهن منفي کوي، په نفس باور مو کمزوری کوي او د ژبې د زده کړې انګيزه مو مړاوئ کيږي. بهتره داده چې ځان له ځان سره پرتله کړئ آيا نظر دوه درې میاشتې مخکې وخت ته مو نن لږ و ډېر پرمختګ کړی؟

۳ ـ د زده کړې په وخت تېروتنې جدي مه ګڼئ: ممکن کله نا کله چې استاد په ټولګي کې پوښتنه کړې وي تاسې نه وي ځواب کړې او ځان کم درته ښکاره شوی وي، يا استاد درته ويلي وي چې يو انګريزي متن ولولئ، تاسې غلط لوستی وي او ټولګي والو درته اصلاح کړی وي.

دغسې وخت به مو شايد چې د کمترۍ احساس کړی وي؟ اصلي مسئله داده چې دغسې پېښې له هر چاسره کيږي، هغوی چې جدي يې ګڼي د ژبې زده کړه ترې پاتې کيږي، زړه يې توريږي او کورس ته تګ بس کوي.

خو هغه وګړي چې د دغسې تېروتنو پروا نه لري له ځان سره مرسته کوي، د زده کړې انګيزه پياوړې ساتي او د خلکو خبرو ته اهميت نه ور کوي.

۴ ـ وروستۍ پايله تصور کړئ: له ځان وپوښتئ چې ولې غواړئ انګريزي ژبه زده کړئ؟ آيا غواړئ داسې دنده واخلئ چې ښه معاش ولري؟ آيا ښه دنده د انګريزې په مرسته تر لاسه کولې شئ؟ غواړئ په انګريزي ژبه مطالعه وکړئ؟ که کوم هېواد ته د سفر پلان لرئ؟ … کله مو چې هدف مشخص کړ فکر وکړئ ژبه مو زده کړې او موخې ته رسېدلي ياست؛ آيا دا ښه احساس دی؟ که مو ځواب هو وي نو پيل يې کړئ، تاسې بايد ومنئ چې بې زحمته راحت نه شته.

۵ ـ د بريا لپاه يو کتابچه بېله کړئ : کله چې پرمختګ کوئ او بريا ته رسېږئ ښه احساس کوئ او خوشالي مو په شونډو را ټوکيږي او انګيزه مو هم پياوړې کيږي. نو يوه کتابچه د خپلو مهارتونو لپاره بېله کړئ. هر څه چې نوي زده کوئ په کتابچه کې يې وليکئ.  دغه کار درې ګټې لري:

– کله چې خپلې لاسته راوړنې ليکئ او يا يې نوټ کوئ، ستاسې په حافظه کې لا پخيږي او ژر مو نه هېريږي.

 د دغې کتابچې وخت نا وخت کتل انرژي درکوي، انګيزه مو پياوړې کوي او په ځان باور مو زياتيږي.

 کله چې غواړئ په هغه مطالبو بيا کتنه وکړئ چې زده کړي مو دي، ياده کتابچه فوق العاده مرسته درسره کولی شي.

۶ ـ کله مو چې د ټنبلي احساس وکړ يو کوچنی ګام واخلئ: د انګريزي ژبې زده کړه يوه اوږد مهاله پروژه ده چې ممکن تر کال زيات وخت و نيسي، نو ممکنه ده چې کله نا کله د ټنبلئ احساس درته پيدا شي.

په دغسې وخت کې داسې مه واياست چې ولا نن مې له وسې نه شته چې، انګريزي ولولم، خسته يم سبا به يې ولولم … دغسې وخت کې پلمې چې ستاسې له ټنبلئ سرچينه اخلي هېرې کړئ يوازې وواياست چې لږ يې لولم، يو اندازه مطالعه وکړئ يو ساعت نه نيم ساعت سبق وواياست خو د نن کار سبا ته هېڅ وخت مه پرېږدئ.

۷ ـ له لنډې دمې وروسته يې بيا ولولئ: ځينې کسان په ځان تر اندازې زيات فشار راوړي، که ژبه په يوه کال کې زده کيږي دوی غواړي شپږو مياشتو کې  يې زده کړي ټوله ورځ يوازې زده کړې ته ورکوي… له دې ډله وګړو که کله د کوم مشکل په اساس زده کړه پاتې کيږي نو سم د لاسه د ماتې احساس کوي. دا ښه ده چې د ژبې زده کړه ورځنی عادت وګرځوو خو دا هم بايد ومنو چې موږ تاسې تفريح او دمې ته اړتيا لرو.

د دې لپاره چې زده کړه بوج نه شي په اونۍ کې دوه ورځې تفريح او يا دمه وکړئ، البته داسې دمه نه چې څو اونۍ و نيسي.

۸ ـ په زده کړه کې د خوند ځای پيدا کړئ: مهمه نه ده چې هر وخت يوازې يو ډول زده کړه وکړئ، تاسې کولی شئ له مختلفو طريقو ګټه واخلئ آن داسې طريقه و ټاکئ چې ستاسې خپل نوښت وي.

کله چې ژبه زده کوئ ځان ته يې سخته مه نيسئ بلکې د خوند او شوق په بنسټ يې تر سره کړئ. د دې لپاره چې ژبه په مينه زده کړئ، انګريزي فلمونه، داستاتونه، کارتوني … هم وګورئ هغه لغات چې نه پرې پوهېږئ ياداشت کړئ.

مثلاً که تاسې له تاريخ سره ډېره مينه لرې هڅه وکړئ يو داسې تاريخي کتاب مطالعه کړئ چې ژبه يې انګريزي وي، يا تاريخي فلمونه و ګورئ چې په انګريزي ژبه جوړ شوي وي.

۹ ـ ډله ايزه مطالعه وکړئ : پوهان وايي يې د زده کړې تر ټولو موثره طريقه ګروپي مطالعه او يا زده کړه ده چې ټول شاګردان په حرکت او فعاليت راولي. تاسې کولی شئ له همدې طريقې ګټه واخلئ څو ملګري چې غواړي انګريزي زده کړي سره را ټول شئ او خپله زده يو بل ته وواياست، له يو بل پوښتنې وکړئ او يو بل ته کورنۍ دندې ورکړئ.

۱۰ ـ ځانته کورنۍ دنده ورکړئ:

– ځان سره وعده وکړئ په راتلونکې يو مياست کې به يو کتاب په انګريزي يا انګليسي ژبه لولئ او ټول هغه لغات چې نه مو دي زده زده کوئ به يې.

– هره ورځ به لس لغات له ليکلو يا سپېل او مانا سره يادوئ.

– يوه داسې فیسبوک آيډي جوړه کړئ چې تاسې پکې روزانه يو انګريزي پوسټ وکړئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply