ملافاضل په توبه کې څه وویل؟

نوید احمد څرک

0 657

کله چې د سولې روانې خبرې په دوحه کې د شلو ورځو لپاره ودریدې افغان پلاوی له ولس سره د سلا مشورو لپاره کابل ته راغی او له راتګ څخه تر دې دمه دوی منظمې لیدنې کتنې، په تحقيقاتي او څيړنيزو مرکزونو کې خپلو ویناوو او د معلوماتو ورکړې ته دوام ورکړی دی.

طالب استازي بیا برعکس پاکستان ته لاړل، که څه هم پاکستان او طالبانو دې سفر ته رسمي نوم ورکړ او ويي ويل چې دوی به د کډوالو او سولې په اړه له پاکستاني استازو سره خبرې وکړي خو داسې نه وو ولې د ناکام مشروعیت هڅه شاه محمود قريشي وکړه او طالب استازو ته يي ډراماټيک او سمبولیک پروټوکول هم ورکړ ان تر دې چې د ملابرادر ترشاه يي د افغانستان درې رنګی ملي بیرغ کيښود.

راځم دې ته چې پاکستان ته تلي طالب پلاوي په خفا او پټه کې څوک ولیدل او چیرته يي سفرونه لرل:

په اسلام آباد کې تر سمبولیکو لیدنو کتنو وروسته ټول پلاوی د کوټې په لور روان شو ځکه د ټولو کورونه د کوټې په بیلابیلو سیمو کې دي دوی اول چمن ته راغلل او دلته يي د کوټې شورا له يو شمېر استازو سره ولیدل ملا برادر په چمن کې ټانګي کلی ته ولاړ چیرته يي چې کور دی او له هغه ځايه بیا بیرته ژر کراچۍ ته ستون شو چې هلته يي د افغانستان په جګړه کې سلګون ټپيان شوي طالب جنګيالي ولیدل چې وينا او ويديو يي خلکو ولیدله او پر دې نور بحث نه کوو. خو ددې ليدنې په لړ کې له ملابرادر ځينې شوې پوښتنې چې رسنيزې نشوې او چاته يي د ثبت اجازه ورنه کول شوه ډيرې ترخې وي ځکه ټپي او معلول طالب منطق غوښت خو ملابرادر په دې غولول چې ټرامپ راسره پنځه ډيرش دقيقې خبرې وکړې ما پرې ټلیفون کاټ کړ او مايک پمپيو چې موږ وويني راته پورته کيږي او دا ټول ستاسو ددې قربانيو پایله ده….. عجيبه ده د زرګونو انسانانو وژنه او قربانۍ يوازې او يوازې په دې را خلاصه شوې چې پر ټرامپ يي ټليفون کاټ کړ او پامپيو ورته پورته شو؟ دا مسخره آمیزه خبرې عادي طالبانو ته ډيرې په زړه پورې وې خو د ناستې په پای کې پورته شوي ملا چې کومه دعا وکړه د طالبانو او ملابرادر د شته دريځ او شوې هوکړې پر خلاف وو او هغه په ښکاره پر مطلقه بريا او د کفارو پر بربادۍ تاکيد لاره په داسې حال کې چې ملابرادر او د دوحې دفتر له کفارو سره اړیکې لرل تاييد کړې، امریکايانو ته يي د نهو پوځي اډو ورکړه ومنله، د القاعدې پر ضد يي په جنګ هوکړه وکړه او دداعش پر ضد په جګړه کې د کونړ په ولايت کې پر ځمکه د امارت کسانو او پر هوا د امریکا ډرون الوتکو د داعش ډله وځپله. نو که خبره د مسلمانانو د اتحاد او د کفارو د بربادۍ وي مذهبي ستونزې پر خپل ځای القاعده خو د طالبانو دوستان او داعش يي مذهبي مخالفين وو نو بیا ولې د دعا کونکي او ويناوال ملابرادر په خبرو کې دومره ستر ټکر؟

کوټه کې د يوسف مارکيټ په څنګ کې تر جلسې وروسته د طالبانو د افراطيت، تندلاريتوب او ډله ايزو وژنو مخترع ملافاضل دتوبې په لور روان شو، ددې لپاره چې توبه لږ ښه وپيژنۍ لنډ بحث پرې لرم په کوټه او چمن کې دوه توبې دي چې يوې ته يي د اڅکزيو توبه وايي او بله يي د کاکړو توبه ده ملافاضل چې په قوم کاکړ او په دې قوم کې خاص نفوذ لري د کاکړو توبې ته ولاړ چیرته چې ۴۰ کاله کيږي ترهګر خوندي مراکز لري، د اڅکزیو توبه له ډيورنډ فرضي کرښې يو څه لرې خو د کاکړانو توبه بیا بیخي د ډيورڼد فرضی کرښې ته نيږدې پرته ده. نوموړي په توبه کې د ځانمرګو د روزنې له هغه ستر مرکز څخه لیدنه وکړه چې له همدې ځايه په افغانستان کې اکثریت ستر بریدونه چې لسګونو ملکي او بې ګناه انسانان پکې وژل کيږي پلان کيږي.

ملافاضل چې په طالبانو کې د کاکړو د قوم یوازنی کس دی تر ډيره هڅه کوي له خپل قومي حيثيت څخه په استفادې ځان مطرح کړي تر ده مخکې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د وزیرانو شورا رئيس ملامحمد رباني چې پاکستان په زهري پيچکارۍ وواژه هم کاکړ او په همدې توبه کې يي ژوند کاوو.

ملاخیرالله خیرخواه او نورالله نوري بیا د کچلاغ په غټو او وړو مدرسو کې د جلب او جذب او مغز وينځني پر هر هغو مرکزونو ګزمه وکړه او لږ او ډيرې پيسې چې ښايي په اسلام آباد کې ورکول شوې وې دوی پر خپلو وسله والو خصوصا د مدرسو پر مسولینو وويشلې څو د جنګ لپاره ذهنیتونه ګرم او آماده وساتي. دوی په دې لیدنو کې هيڅ طالب، د هيڅ مدرسې مسول او موسس ته د سولې، پخلاينې او هوکړې په تړاو معلومات نه دي ورکړي بلکه دوی ته يي ويلي دي چې جنګ به تر پایه روان وي او افغانستان باید په مطلق ډول بیا د طالبانو لاس ته ولويږي.

ملافاضل د ځانمرګو په روزنيز مرکز له پیله تر پایه چې کومه وينا کړې په افغانستان کې يي پر بریدونو او د بریدونو پر شدت ټينګار کړی دی ان تردې چې ويلي يي دي که سوله هم کيږي او د طالبانو د بدنې يوه برخه سولې ته ورځي دا مرکز به پرانیستی وی او مرګوني بریدونه بايد جاري وي. نوموړي چې د پاکستان د يو غټ ديني عالم په جامه کې د طالبانو په چارو کې د ای اس ای افسر يي هم په څنګ کې ناست وو نوموړی ته اشاره کوله چې داسې نه ده سرجي؟ هغه به ورته د هو سرخوځاوو چې هيڅ ستونزه نشته مراکز به پرانیستي وي.

په پاکستان کې چیرته چې شل کاله افغان دولت ادعا کوله چې طالبان هلته دي، روزنيز مرکزونه هلته او د غټو بریدونو په طرحه او پلان کې آی اس ای او پوځ لاس لري د طالب مشرانو داسې خلاصې تڼۍ ګرځيدا او لیدنو کتنو افغانان له ګڼو پوښتنو سره مخ کړي او اوس هر سړی په دې پوی شوی دی چې دلته روانه جګړه نيابتي، پردۍ او د نورو د ګټو لپاره وه.

پاکستان هغه هیواد دی چې د انساني حقوقو مبارزين په خپله خاوره، کاناډا او ان اروپا کې هم وژني، د پښتنو محروميت، د پښتون ژغورنې غړو زنداني کول،ربړول او تبعيد کول، بلوڅو نسل وژنه او د سينديانو محروميت يي له هيڅ چا پټ نه دي خو يوه وسله واله ډله چې هره ورځ وينې تويوي، د ټولو انساني قوانينو پر خلاف د يو هیواد ملت وژني په ياد هیواد کې ازاد ګرځي، نه ډاريږي، نه نيول کيږي او نه ښايي کله يي په زړه کې هم تیر شي چې په پردي هیواد کې به له کومې ستونزې سره مخ شي.

بل مهم مورد دادی چې پاکستان هم ويلي دي چې دوی د سولې په برخه کې اسانتیا رامنځ ته کوي، طالبان سولې ته هڅوي او دوی کله هم له طالبانو ملاتړ نه دی کړی خو په ياد هیوادکې د طالبانو په سترو پوځي مرکزونو کې د طالب مشرانو کوز او بر کيدو دا خبره قطعي او يقيني کړه چې موږ د پاکستان پر وړاندې په يو تمام عيار خو نامحسوس جنګ کې ښکيل يو. دا مانا چې نوم د طالب دی پکې کارول کيږي افغان خو په اصل کې د جګړې مديریت او ګټه يوازې او يوازې د پاکستان ده.

دا چې دولت او شنونکو به ويل چې روزنيز مرکزونه هلته دي پاکستان به ويل چې مهرباني وکړۍ اسناد راوړئ نو د ملا فاضل د توبې روزنيز مرکز، ددوی د مشرانو او ټپيانو پر شتون د ملابرادر تر اقرار پرته بل لوی ثبوت ته به اړتیا وي؟

اوس که سوله کيږي ملت ښايي طالب وبښي، ښايي هيڅ ترې دتل په شان پوښتنه ونکړي چې ولې دې وژلو خو پاکستان به په څو برخو کې افغانستان ته غرامت ورکوي:

۱ـ څومره پلونه او سړکونه چې وران شوي دا طالب نه پاکستان وران کړي او که دوی نه وي وران کړي ددوی په قومنده طالبانو وران کړي.

۲ـ څومره بې ګناه انسانان چې په افغانستان کې وژل شوي که خو افغان ولس په کور د ننه او د باندې زما مني نو سر له ننه باید د ملګرو ملتونو، امنيت شورا، هاګ محکمې او بشری حقونو د نړۍوال سازمان مخې ته پرلتونه ووهي چې پاکستان باید محاکمه شي ځکه طالبانو خو چې افغان ولس واژه هره آسانتيا ورته پاکستان برابره کړې وه.

۳ـ په افغانستان کې چې په آساسي برخو باندې کوم بریدونه شوي دي ولس باید بیا هم د برنیو نړۍوالو سازمانونو او ادارو مخې ته په ځانګړو پرلتونو کې ددې تاوان غوښتنه وکړي.

پاکستان ولې طالبان داسې يو ځلې آزاد پريښودل:

۱ـ تاریخ ته يي مخ توري او بلک میل کړل.

۲ـ د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو پر ضد يي وکارول.

۳ـ افغانستان يي يو ډول وډارواوو چې ددوی ومني.

۴ـ د ډيورنډ په اړه يي دطالبانو دريځ معلوم کړ.

۵ـ سيمې ته يي وښوده چې پر طالبانو حاکمیت لري.

اوس چې موږ په یو حساس پړاو کې يو او ټول ملت په يو غږ سوله غواړي نو د هر قلموال او شنونکي دنده داده چې د ولسي ويښتابه پروسه پيل کړو، ځکه که موږ له منل شویو نورمونو ور هاخوا يوازې د څو ورځو لپاره پر سوله باور لرو نو موږ يوې بلې جګړې ته ځو.

موږ وينو چې د ډيرو وروستیو خونړيو بریدونو مسولیت طالب له دې سره سره چې دوی يي کوي نه اخلی خو بیا هم افغان وژنه روانه ده نو ښه به وي چې طالبان ، پاکستان او ایران تضمين ورکړي چې د بهرنیانو د وتلو او سولې په راتګ سره به پاکستان حقاني شبکه دداعش او نورو په نوم او ایران به فاطيميون د افغاني ملیشو په توګه نه چاغوي.

حالت نازک دی او په داسې وضعيت کې د احساساتي سولې او يو اړخیز دريځ په لرلو سره ملت د بربادۍ لوري ته ځي پخوا خو ملت د طالب په ترانو او جذباتو غولیدلی وو خو اوس ملت طالب په کوټه، طالب د چمن په توبه، راولپينډۍ، دوحه او پيښور کې ولید چې څه کوي او څوک امتيازات ورکوي نو اقدام مو باید عاقلانه او منطقي وي.

پاکستان زموږ د اردو متلاشي کيدو، د پوليسو او سیستم له منځه تګ،د ډيورنډ رسمي کيدو او منل کیدو ته شېبې شماري، ايران د اوبو د مديریت د مخنیوي لپاره وار د مخه لا فاطميون او طالب ته له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې ذهنيت سازي کوي او روسان هم په محتطانه انداز د تاجکستان اوازبکستان له لارې له طالبانو سره مرستې کوي او طالبان هم په ډير صداقت د ازبکستان لپاره په افغانستان کې ميشت ازبک تندلاري په نښه کوي، د امریکا لپاره د المصري او نورو په شان د القاعدې مهم مشران د ډرون بریدونو او چاپو ته برابروي او په سرحدي سیمو کې بیا ګوډ طالبان دپښتنو د هدفي وژنو لړۍ دومره تيزه کړې چې ساری يي نشته دی.

په وروستیو ورځو کې طالبان چې د ملابرادر او فاضل کړنو ته هر منطق پيډا کوي دا پوچ دی ځکه دوی په خپل وخت کې په يکاولنګ او شمالي کې ډله ایز قتل عامونه کړي، باغونه او تاریخ يي له بيخه ويستلی او همدا اوس هم د زیارت او تاريخي ځای په نوم درګرده لګيا دي ددې وطن بيخ او بنیاد له منځه وړي، نو وخت يي دی چې ويښ شو او له منطقي لارې پریکړې وکړو، کنه ښايي وخت تیر شي او موږ بیا ارمان وکړو خو څه په لاس رانشي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply