نوموړي په دې اړه خپل ټوېټر کې د يوه پيغام له لارې د يوسف رشيد او فرشتې کوهستاني ترور غندلی او ټينګار يې کړی د دغه ډول بريدونو تر شا له ولاړو کسانو سره بايد حساب وشي:

«د يوسف رشيد ترور بايد وغندل شي، مونږ يې غندنه کوو. مونږ دغه راز څو تنه ډاکټران چې په څرخي پله کې يې کار کاوه او د ښځو فعالې فرشتې کوهستاني ترو هم غندو. هغه کسان چې د دغه بريدونو تر شا دي، بايد حساب ورکولو ته راکش شي.»

خليلزاد په داسې حال کې چې په بېړه د هدفي وژنو د درولو غوښتنه کوي وايي، د دغه ډول بريدونو دوام د افغانستان سولې پروسه له جدي تهديد سره مخ کولی شي. د نوموړي په خبره، اوربند او سياسي هوکړه د افغان ولس اړتيا ده او له همدې کبله دې د مذاکراتو دواړه لوري د سولې په برخه کې خپلې هڅې دوه برابره زياتې کړي.

زلمی خليلزاد دغه راز وايي، په تاوتريخوالي کې د افغانانو ژوند حل لاره نه ده او په دوام سره يې مجبورېږي چې خپل هېواد پرېږدي. د افغانستان سولې لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد داسې مهال د هدفي وژنو پر بندولو ټينګار کوي چې په دې وروستيو کې افغانستان د مطرحو سياسي او ټولنيزو څېرو د ترور شاهد دی.

د دې لړۍ په دوام سره تازه په تازه د افغانستان ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ يا فيفا اجرائيه رئيس يوسف رشيد د چهارشنبې په ورځ د کابل په ۷مه ناحيه او دغه راز د ښځو حقونو فعاله فرشته کوهستاني تېر ماښام په کاپيسا کې د نامالومو کسانو له لوري په شهادت ورسېده.