یادې ویډیو ګانې چې درې ورځې وړاندې ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې د طالبانو د ډلې مرستیال ملا عبدالغني برادر،  د کراچۍ د ښار په یو روغتون کې د طالب ټپیانو د لیدنې وروسته طالبانو ته وایي، چې ټول مشران يې پاکستان کې دي او د ټپیانو درملنه يې په هېواد ناممکنه ده. بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې پاکستان ته د طالب استازو سفر هم هیله بخښونکی او هم د اندېښنې وړ دی.
خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي چې پاکستان ته د طالب استازو سفر او له پاکستاني چارواکو سره د دې ډلې خبرو اترو د وینو تویدو د مخنیوي او په افغانستان کې د تلپاتې سولې د تأمین لپاره د عملي ګامونو هیله نوره هم راپورته کړه. د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې همدا راز ویل شوي چې د طالبانو له کمپونو څخه د ملا برادر کتنه او د طالبانو په منځ کې د هغه وینا چې په کې یې د پاکستان په خاوره کې د طالبانو د مشرانو د شتون نه پرده پورته کوي، خپګان او اندېښنه څرګنده کړې ده.
بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا پر پاکستان غږ کړی څو د افغانستان سولې پروسه کې د یوه ښه ګاونډي په توګه صادقانه رول ادا او طالبان دې ته وهڅوي څو د افغانستان کې یو دایمي اوربند ته غاړه کیږدي.

دا په داسې حال کې ده د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په ډیر ځنډ او ډیر پڅ عکس العمل ښودلی چې افغانانو ته د منلو وړ نه دی