بلخ کې درې سناتوران د بډو اخیستو په تور نیول شوي

0 715

د بلخ والي فرهاد عظیمي وايي، د مشرانو جرګې درې غړي د زرګونه ډالرو بډو اخیستو په تور نیول شوي او د زياتو څېړنو په موخه یې کابل ته استولي دي.

نوموړي دا خبر نن دوشنبه د مرغومي په ۸ مه په مزار شریف کې خبريانو ته د خبرو پرمهال ورکړ. د عظیمي په خبره، د مشرانو جرګې درې غړي چې د يادې جرګې یوه پلاوي په چوکاټ کې بلخ ته د ګمرکي عوایدو د ارزونې په موخه ورغلي وو، د زرګونه ډالرو بډو اخیستو په تور د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوي دي.

د بلخ والي فرهاد عظيمي که څه هم د موضوع عدلي او قضايي حساسیت له مخې د سناتورانو نوم نه اخلي او نه يې هم په دې اړه زيات مالومات ورکړي، خو زياته کړې يې ده چې په دې تړاو به لویه څارنوالي نن مالومات خپاره کړي.

نوموړي د خبرو پر مهال دا ونه ویل چې نیول شوي سناتوران انتصابي دي او که انتخابي. خو دا لومړی ځل دی چې تېرو دوو لسیزو په موده کې د پارلمان غړي د بډو اخیستو په تور نیول کېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply