همزولی، همبڼه، همموخی غورځنګونه

همایون دوست

0 1,124

 

 د « پښتنو روښاني ملي غورځنګ»، «کالوینستې مذهبي غورځنګ» او د « سیکانو دیني غورځنګ» درې واړه غورځنګونه، د زمان، بڼې او موخو له زاوې څخه حیرانونکې ورته والې لری، هر یو ان له خپل پیدایښت څخه، د ۱۶م.پیړۍ په دویمه نیمایې کې، بې توري، بي توپکه د قلم په منطق سمبال، په هم بڼې موخه، یانې د دین په مفهوم، خپل ولس په خپله مورنۍ ژبه پوه کول پاره، د مبارزي راغه ته دانګلي او درې واړه د خپلو پرګنو د پراخ ملاتړه په برخمنتیا لویو، لویو قدرتونو سره په زور ازماینې کې، غورځیدلې، پاڅیدلی او دښمنان یې په ځمکه پرځولی، خو خپله ژبه یې ورباندی په رسمیت پیژندلی، دا مهال په فرانسه کې لاتیني ژبې، د هند په نیمه وچه کې سانسیکرت او په پښتونخوا کې عربې ژبې د دین په مټ، رسمیاتو کې عام او تام واکدارۍ کولې، لاکن عام وګړې یې، په ځانګړي توګه د نالوستې کروندګر یې د سختو ستونځو سره لاس په ګریوان کړی ؤ، د همدغه دین څخه د ناپوهې وجه وه، چې ظهیرالدین بابر د اخوندانو په فیتنو او منافقت، هند د نیمي وچې د پادچاهې تاج او تخت، د پښتنو څخه، د پښتنو په مټ غصب کړ (ډیره روښنایې به یې په نور لیکنو کې وکړو)، پیر روښان په ۱۵۶۰-۱۵۷۰م. کې، خپل د طریقت ائین نامتو اثر «خیرالبیان» په پښتو، عربې … ژبو بشپړ او د خدای ستاینو په لیکنو یې، پښتو د اخوندانو له بنده ازاده کړه، ژان کالوین « د مسیحت لارښوونې» په۱۵۳۴- ۱۵۵۹م. کال کې په فرانسوی او لاتینې ژبو چاپ کړې، سیکانو خپل مقدس کتاب « ادي ګرانت» په پنجابې«ګورمکه» ژبه ۱۵۵۰- ۱۵۸۹م. پشپړ کړ.

دوستانو د دې غورزنګونو نور ورته والې، هلیه ده چې تاسو په خپله نورو لیکنو کې ولولی.
٭٭٭
صلیبي جګړو په لړ کې، د کاتولیک مسیحانو دیارلسم پاپ (امام) «ګریګوری»، وتیکان (عیسویانو مقدس مکان ) کې، د ښادۍ هغې پرتمنې غونډي ته، کومه چې پاریس کې د «هوګینټانو» ټول وژنې په ویاړ لمانځل کیده، په ښکاره څرګندیده چې، د خوشالۍ څخه جامو کې نه ځاېیده، ده خپله وینا د اسماني کتاب « انجیل» شریف له دې ایت څخه پیل کړه، «… هغه قوم چې مسیح د امت وحدت زیانمن کړی، د عذابونو په مصیبتونو کې به ورک شی … » د ده په باور هوګینټانو همدا وحدت زیانمن کړی ؤ، د په وار، وار د همدې غونډې له دریځ څخه، د فرانسې پادشاه«فرانڅیک» ته د مبارکۍ پیغامونه استول او له هغه، څخه یې په کراتو مننه وکړه، یو لوړ پوړي مامور ته وظیفه وءسپارله، چې «سردار غیز» قومندان ته د سروزرو (طلا) نه د ګلابو ګیډۍ چمتو او ډالۍ کړی، د ده په وینا «د دې ویاړنې بریا ارزښت او د هغې سرشاره ثوابونو پیمانه، د پنځوس مسلمان لښکرو یوځایې هلاکت سره برابر ؤ …»، پاپ د خوټیدلی وینې ډاګیزیده چې ګواګې کاتولیک دین ټیکه دارانو، د خورا ځواکمن او خطرناک دښمن له ګواښ څخه ځان بې غمه کړی، هو همدا هوګینټ وو، چې کلیسا یې له ستوني رانیولی وه، ملایان یې دوه سونګو ته راوستي وو، هوګینټانو اصلاً د دوې خوږ ګوته په نښه او هغې ته د فشار ورکولو چل زده ؤ. پاپ دا غونډه د اورلوبې په ډزو ‌ولمانځله.
بلاخره دا څوک وو؟، څه یې غوښتل؟ کلیسا ولی د دوې د عام وژنې په ناورین خپله خشنه او غیر سړیتوبه څهره، خپله او پخپله بربڼډه کړه ؟
***
«کالوینستې مذهبي غورځنګ»
هوګونټ Huguenot(s) فرانسوی کې «همغږو» یا د عربې «اصحاب» مانا ورکوی، ډیر پوهان په یوه خوله وایې چې، د عیسویت په تاریخ کې د دوې لارښود «ژان کلوین» په کچه ستر دیني عالم نه دی تیر شوی.
«ژان کالوین» په ۱۵۰۹م. کې فرانسې د « نویون » ښار قاضې کووین په کورنۍ کې زیږیدلې. دې تر ۲۳ کلنې پورې ځیلی او متعصب کاتولیک ؤ، په دې اړوند خپله وایې چې : « …ماشوم وم چې پلار مدرسې کې واچولم، پادر (مولوی) یې راڅخه جوړوه … وروسته پیښمانه شو او زما د برخه لیک تګلوری لار یې بدله کړه، زه یې د حقوقو زده‌کړو پاره پاریس ته ولیږلم … هلته ناڅاپه زما په تیاره ذهن کې د رڼا څریکه وشوه او د زړه په سترګو مې حس کړه چې، زما پڅو او ړندو مغزو د پوهاوي وړتیا ومونده، که نه نو زه، پادرې (اخوندي) چاپیریال کې، خپل خام او سرتمبه عقل، دومره د تعصبونو تنګ نظرۍ په افت کې، په ډوبه غوټه ډوب کړی ؤم، چې پرته د پاک ذات څخه، شونې نه وه که بنده مې له دې ګړنګ څخه راوباسې… ».
ژان په ۱۵۳۲م. کې، خپل پوهنتون د کم تیراژه په اونیزې (جریده) کې، په پسته ژبه له دین څخه، د عامه پرګنو ناپوهې او ملایانو د ناوړو ګټو پورته کولو په تړاو کره لنډه لیکنه خپره کړه، (ده انګیرله چې خبره د حق ده او حق خبره یې خپل حق ګاڼه، چې د ولس په حق کې شریکه کړی، خو څه خبر چې دا نرمه مشوکه، په کاتولیک باندې هغه دروند او ستوغ ګوزار دی، چې پایله یې اروپا وچه به، له سر نه تر پښو پوري د سرو وینو په وینو کې لمبوی او بیا به همدغه عمر خوړلي، شړیدلی دین ته، له خپل پړسیدلي نس څخه په ګڼو ټوټو چاودنه ورکوی.) که څه هم د جریدی خپاره شوی ګڼي په څټ راوګرځول شوی، خو شور یې نوی ګومارل شوی د پوهنتون ریس له دندې ګوښه او مفرور کړ، ور پسې «ژان کالوین» هم د خپلو همغږو ملګرو په مټ د پاریس په یو پټن کور کې پټ او له همدی ځای څخه یې، د شپېني پاڼو په خپرولو ، د کاتولیک دین په وړاندې، خپل تاریخي رسالت تر سره کولو په خاطر مبارزې ته مټې بډ وهلی.
په ۱۶م. پیړې کې د اروپا دیني سرمشریزې، مذهبې کړکیچ څخه د وتلو په کشاله کې، پریکړه وکړه چې ټول هغه ناوړه پدیدې چې انجیل شریف د ښوونو سره اړخ نه لګوی، هغه دې په بیړه له دین څخه چاڼ شې، د سر غړونکو په ژوندینه سیځنې پاره یې کلیسا کې ځانګړې نغري جوړ او وژنې، په بیلابیلو طریقو شکنجو او سزاګانې یې په عادی او روزمره مصروفیت واوښتې.
خو قاضې کلوین بیا بر علاوه، د «انجیل» هغو ښوونو ته اړم شو، چې له دین څخه یې څنډ وهې، کومو ایتونو چې د ده په باور د زمان په تیریدو سره خپل ارزښت له لاسه ورکړی، د ده په ترخو لیکنو کې هم ورځ تر بلې، تر دې بریده مرچکی اضافه کیده، چې ګلیسا یې د زغم څخه ویستله او د ده موندلو په سر یې لوړ بیه انعام وټاکه، ژان هم په چټکۍ له هغه ځایه تر مستعار نامه لاندې ړمبې د فرانسې لویدیځ ته لاړ او بیا یې، سویس هیواد فرانسوي ژبې «بازیل» ښار ته هجرت وکړ .
یادوړ ده چې، په نړۍ کې سویس یواځینې هیواد ؤ چې، دروازی یې د مذهبې او سیاسې، مخکښو اشخاصو په مخ پرانیستلې وی او اروپا د ګوټ، ګوټ څخه ګڼو کډوالو ته پناه ورکړلی وه.
لړۍ خځیدلې…

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply