امریکا: تیر یو کال کې هیڅ امریکایي سرتیری په افغانستان کې نه دی وژل شوی

0 825

امریکا اعلان وکړ، چې په تیر میلادي کال کې هیڅ امریکایي سرتیری په افغانستان کې نه دی وژل شوی، چې دا د افغان سولې په برخه کې ښکاره پرمختګ دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو، تیره ورځ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي وو، چې په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو ماموریت د القاعده ترهګرې ډلې د له منځه وړلو او امریکا ته د ورپېښو خطرونو پر وړاندې دی.

پمپیو ویلي، چې د دې کار لپاره په افغانستان کې ۱۰ زره امریکايي سرتیرو ته اړتیا نشته او کولی شي، چې د افغان پوځ او ناټو ځواکونو پر مټ هر ډول ترورستي ننګونو ته په افغانستان او سیمه کې د پای ټکی کیږدي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همدا ډول ویلي، چې د سولې د خبرو اترو پیل په افغانستان کې د جګړې د ختمولو لپاره د پام وړ پرمختګ دی.
دغه خبرې په داسې مهال کیږي، چې ټاکل شوې، د روانې میلادي میاشتې په شپږمه نېټه د افغانستان اسلامي جمهوریت د سولې مرکچي پلاوی د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو له سیاسي ډلې سره مخامخ وګوري.

د افغانستان اسلامي جمهوریت د سولې مرکچې پلاوي یو شمیر غړو ویلي، چې د خبرو اترو په دوهم پړاو کې به پر اوربند او د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ د واک د ویش پر سر خبرې کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تیره ورځ د قطر هېواد امیر هم له ولسمشر محمد اشرف غني سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي، چې هېواد یې په افغانستان کې د دایمي اوربند رامنځته کیدو په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

د پمپیو د ټویټ په اړه په ټولنیزو رسنیو کې لاندې شعر لاس په لاس کیږي:

کـفر ته اوربند او مسلمان باندي جنــــــــګونه دي
‏راشه که یې ګورې دلته داسي جهــــــــادونه دي
‏وژني مسلمان خو سوله غواړي له کـــــــافر سره
‏دا لا کوم مذهب دﺉ چي بې خونده یې پلانونه دي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply