په اسلام کی د سولی او سوله ییز ژوند  اصالت

عبدالمنان توحیدیار

0 2,441

دا معلومه خبره  ده چی د اسلام دین د امن ، سولی، پرمختګ علم او قلم دین دی، په نادرو او ځانګړو وختونو کی د اړتیا په صورت کی توری ته لاس اچوی، هغه هم د دی لپاره چی دتیری اوظلم مخه ونیسی، دسولی او سوله ییز ژوند تیرولو لپاره په اسلامی شریعت کی روښانه او بشپړ احکام شته چی په اړه یی په قران کریم کی داسی راغلی دی( وان طایفتان من المومنین اقتتلوا فآصلحوا بینهما فان بغت احداهما علی الاخری فقاتلوا التی تبغی حتی تفی الی امر الله فان فاءت فاصلوا بینهما بالعدل واقسطوا ان الله یحب المقسطین، انما المؤمنون اخوه فاصلحوا بین اخویکم واتقوا الله لعلکم ترحمون) که د مسلمانانو دوه ډلی جنګ وکړی نو د هغو دواړو تر منځ سوله وکړی،که یوه ډله پر بلی تیری وکړی،نو هغی ډلی سره وجنګیږی چی تیری کوی،تر هغه چی د الله حکم ته راوګرځی،که راوګرځیده نو د هغو دواړو تر منځ په عدل سره سوله وکړی،انصاف وکړی، الله (ج) انصاف کوونکی خوښوی،بیشکه چی مومنان سره ورورنه دی،د خپلو ورونو ترمنځ سوله وکړی له الله (ج) وویریږی د دی لپاره چی رحم درباندی وشی.

له څلور لسیزو را په دیخوا زمونږ ګران هیواد د جګړی له سترو ناخوالو او ناورینونو سره لارس او ګریوان دی،په فرهنګی، ټولنیز او اقتصادی ډګرونو کی مو ستر ستر زیانونه لیدلی دی،په میلیونونو جګړی ځپلی کونډی، یتیمان، معیوبین فقیران اومحتاجان لرو، د هری ورځی په تیریدو مو دجګړی دقربانیانو سلنه لوړیږی،ځینی میندی لا د خپلو زامنو د مړو د لیدو په انتظار شیبی شمیری او ځینی کونډی مو د پلار په کور سپین سری شوی، ځینی کوچنی یتیمان مو د خپل پلار د ماښامنی خوږ اواز په تم د کور د دروازی په درشل ولاړ انتظار اوباسی،ځینی زخمی ماشومانو مو په روغتونونو کی دقیمتی غړی (لاس) دپریکیدو په وخت کی له ډاکترانو هیله کړی،کاکاجانه لستوڼی می مه پری کوه، چی همدا یوه جوړه جامی لرم، د ځینو ډیرو شهیدانو قبرونه او مزارونه لا تر اوسه نا درکه دی،ورځ تر بله مو دجهالت او ناپوهی کچه لوړیږی.

سوله الهی رحمت اوستر نعمت دی،سوله او سوله ییز ژوند دپرمختګ او ډاډ وسیله ده،سوله په اوسنی شرایطو کی دټولو افغانانو غوښتنه ده،سولی ته د ټولو افغانانو داسی اړتیا ده لکه یو څوک چی هوا،اوبو او خوراکی توکو ته اړتیا لری.

که دنوموړی ایت مفهوم ته ځیر شو نو دا جوتیږی چی د رسول الله صلی الله علیه وسلم ټولی لارښوونی او روزنی د سوله ییز ژوند او خیر غوښتنی لپاره دی او هیڅکله یی چاته د زیان غوښتنه نه ده کړی،د ځان لپاره یی د چا نه غچ نه دی اخیستی، د طایف سفر یی ښه بیلګه او مثال دی، چی په بدن یی د هغوی له خوا وینی وبهول شوی،اما ده به ویل: اللهم اهد قومی فانهم لا یعلمون،(ای الله زما قوم ته لارښونه وکړه ځکه چی دوی نه پوهیږی)، احد په جکړه کی یی غاښ مبارک شهید شو،په مبارک مخ یی وینی روانی وی، دغسی وضعیت او حالت د انتقام او له منځه وړلو غوښتنه کوی،خو ده به د هلاکت پر ځای درحمت اوهدایت دعاګانی کولی،او ویل به یی: انی لم ابعث لعانا، ولکن بعثت داعیا ورحمه، اللهم اهد قومی فانهم لا یعلمون،( زه لعنت ویونکی نه یم رالیږل شوی لکن بلونکی(داعی) او رحمت راستول شوی یم، ای الله زما قوم ته هدایت وکړی، ځکه چی دوی نه پوهیږی)،

رسول الله صلی الله علیه وسلم د تل لپاره امت ته د نرمی کولو، د سوله ییز ژوند تیرولو او خیر رسونی زده کړه او لارښوونی کولی،له جنګ جګړی،او تیری نه یی منع کول،چی لاندی حدیث یی ښه بیلګه ده: من یحرم الرفق یحرم الخیر(څوګ چی له نرمی بی برخی شی،له خیر او ښیګڼی بی برخی شو).

 نو روښانه شوه چی د اسلام دین د سولی او رحمت دین دی،انسانی ټولنی د ژوند په ټولو برخو کی دپرمختګ لپاره سولی ته اړتیا لری، او زمونږ ګران هیواد د جګړی له ناوړه اغیزو ډیر اغیزمن شوی، سولی ته ډیره زیاته او جدی اړتیا لری.

ماخذونه

1-         الحجرات:  ایت، ۹-۱۰.

2-         الانبیا‌ء: ایت ۷-۱۰.

3-         الشحود، علی بن نایف،موسوعه الدفاع عن الرسول صلی الله علیه وسلم،ج.،۱۲، ص ۴۶.

4-         الشامی، محمد بن یوسف، الصالحی، سبل الهدی والرشاد فی سیره خیر العباد،ج، ۷،ص، ۲۱.

5-       القشیری،ابوالحسن مسلم بن الحجاج بن مسلم النیسابوری، الجامع الصحیح المسمی صحیح مسلم،ج، ۸، بیروت دارالجیل،+ دار الافاق الجدیده، ص، ۲۲،

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply