!زه به نه لیونۍ کېږم؟

مهر تاج

0 1,197
زه به نه لیونۍ کېږم؟!
ټوله ورځ د کور کارونه
ورسره پوهنتون درسونه
ورور که لوبو نه وزګار شي
لا تیری کوي امرونه
پښتنه ټولنه ګوري؟
لور پردۍ زوی وارث بولي
که ذهیره ده بچۍ ده
ځکه دا یوه جینۍ ده
دغه غم دی چې ځورېږم
زه به نه لیونۍ کېږم؟
زه به نه لیونۍ کېږم؟
چې د کوره نه بهر شم
ماشومانو ته نظر شم
سهار وخته په یخنۍ کې
دوی خشاک ټولئ بوجۍ کې
نه کتاب و نه قلم وي
د ډوډۍ ورسره غم وي
زه له ځانه دا سوال کړم
د دې هر څه مسوؤل څوک دی؟
که زه نه یمه نو څوک دی؟
دا پوښتنې وي او زه یم
ماښام کور ته چې ستنېږم
زه به نه لیونۍ کېږم …؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply