!د پلرو او میندو د پام وړ

عبدالله وردک

0 680

انګلستان – جنوری – ۲۰۲۱

د قدرمنو پلرو او میندو څخه په ډېره درناوۍ هیله کوم، چې دغه لیکنه په ښه غور سره ولولي، ځانونه ښه پرې پوه کړي، او ښه فکر پکې وکړي. که چېرې پدغه لیکنه کې څه ګټور ټکي پیدا کړي، نو بیا د هغه په عمل کې پیاده کړي.
هېره د نه وي، چې نیږدې زما ټول عمر، یعنې ۶۸ کاله، په شاګردۍ او معلمۍ کې تېر شوی دی. زه غواړم چې ګرانو او قدرمنو پلرو او میندو ته ځینې ټکي په لاندې ډول سره وړاندې کړم :
۱- تر ټولو لومړی غواړم چې دغه خبره د لمر په شان واضح کړم، چې دغه لاندې ټکي د اسلام په رڼا کې وړاندې کېږي. یعنې، مونږه ټولو ته باید د خپلو اولادونو اسلام تر هرڅه نه باید مهم وي، او دغه ټکي هم ددې په خاطر وړاندې کېږي، چې د مونږه د اولادو څخه د اسلام په رڼا کې ښه انسانان جوړ شي. مونږه ټول به د دوی په تعلیم او اسلامي تربیه کې خپل کوښښ کوو، او نور به دوی ټول په الله(ج) سپارو.
۲- پلار او مور باید هر وخت د خپل اولاد دپاره د زړه له کومي دعاګانې وکړي، او له الله(ج) څخه وغواړي، چې د دوی د اولادونو د ژوند هره شېبه په اسلامي شرایطو برابره وي.
۳- پلار او مور باید لومړی خپل مسٔولیتونه د اولاد په حصه کې ښه وپېژني، او بیا یې په ښه توګه په عمل کې پیاده کړي. اولاد لرل یو ستر الٰهي نعمت دی، او ددغه نعمت په قدر هغه څوک پوهېږي، چې اولاد ونلري. پلار او مور که خپل اولاد ښه تربیه کړي، نو هغه به د دوی د سترګو تور، د ژوند امید، او د آخرت نېکه توښه وي؛ او که خدای مکړه، د چا اولاد خراب شو، نو هغه بیا د پلار او مور دپاره ستر غضب ګرزېدلای شي.
۴- پلار او مور باید هغه حقونه چې الله(ج) د دوی اولادونو ته تعین کړي، هغه په ښه طریقه اداء کړي.
۵- پلرونه او میندې باید د خپلو اولادونو په مخ کې یو او بل ته بدې خبرې او جنجال ونه کړي. پلار او مور باید خپلې ستونزې، د اولادونو په غیاب کې سره حل او فصل کړي، او دواړه هر وخت باید، د دوی په وړاندې با انصافه، او یو لاس وي.
۶- پلار او مور باید هېڅکله، د اولاد په حصه کې ټنبلي ونه کړي، او د اولادو آینده تر خپلې آیندې ډېره مهمه وګڼي.
۷- پلرونه او میندې باید دواړه په اتفاق او اتحاد سره، د اولادو په تعلیم او تربیه کې برخه واخلي. که پلار خپل اولاد ته په کوم کار په قهر شي، نو مور هم باید د پلار مخالفت ونه کړي، تر څو اولاد وپوهېږي، چې پلار او مور یې دواړه دغه کار نه خوښوي، ځکه چې اولادونه د پلار او مور د بې اتفاقۍ څخه ډېره بده ګټه پورته کوي. البته، دغه خبره هم باید واضح شي چې پلار او مور هم باید په ناحقه او ناڅیزه شیانو، خپلو اولادو ته په قهر نشي.
۸- د امکان په صورت کې به دغه ډېره ښه وي، چې اولادونه پخپله مکتب ته بوزي، او بېرته یې کورته راولي، او په لاره ښه په زړه پورې مجلس ورسره وکړي. اولادونه چې کوچني وي، ډېر شیرین مجلس او خوږې خبرې کوي، او چه کله لږ شانته لوی شول، نو بیا هغوی هغه خوږې خبرې نه کوي. پلار او مور باید له دغه فرصت څخه ګټه واخلي، او د خپل زړه ارمان، د دوی په مچي کولو او غېږ نیولو کې پوره کړي.
۹- پلار او مور کوښښ وکړي، چې خپل واړه اولادونه د سودا د رانیولو د پاره دکان ته ونه لیږي، ځکه هغوی حتمي یوه اندازه پیسې د خپلو ځانو دپاره پکې وهي، او که چاره نه وي، نو بیا حتمي له دوی سره د سودا د رانیولو څخه وروسته، ښه دقیق حساب وشي. کنه، دوی بد عادت، له همدغه ځایه زده کوي.
۱۰- خپلو اولادونو ته حتٰی په جوماتونو کې هم باید زیاته توجه وشي. ځینې ماشومان چې کله یې پلرونه د لمانځه په اول صف کې ولاړ وي، دوی د صفونو په آخر کې خپلې لوبې، او شوخي کوي، او یا یو له بله سره خبرې کوي.
۱۱- که کوم نېک او خیرخواه سړي د ستاسو د اولادو د اصلاح په برخه کې څه ښه خبره درته وکړه، نو هغه خبره په خلاصه ټنډه واوره، او بیا یې ومنه، او هغه خبره په ځان بده مه لګوه. ځینې پلرونه او میندې، چې څوک ورته د دوی د اولادونو د اصلاح په باره کې څه ووایي، په هغوی ښه نه لګیږي، او همدغه ډېره غټه اشتباه ده چې باید هوښیار پلرونه او میندې یې ونه کړي.
۱۲ – ځینې اولادونه، ځینو پلرونو او میندو ته په ډېره آسانۍ سره بازي ورکوي، او هغوی ته د مکتب د درسونو په هکله ریښتیا نه وایي. پلرونه او میندې باید د خپلو اولادو د مکتب څخه پوښتنه وکړي، او هم په هغه ټولو مجلسونو کې چې د مکتب له خواه د پلرو او میندو د پاره ترتیب شوي وي، فعاله برخه واخلي، او د خپل اولاد په برخه کې مکمل معلومات لاسته راوړي.
۱۳- کوښښ وکړئ، چې اولادونه مو په خپل ټاکلي وخت مکتب ته تګ او راتګ وکړي. که کوم وخت ستاسې اولادونه کور ته ناوخته راشي، نو له هغوی څخه باید پوښتنه وشي او معلومه شي چې په څه خاطر هغه ناوخته کورته راغی.
۱۴- د خپلو اولادو د ملګرو په برخه کې ډېر جدي پام وکړئ. ښه ملګري، ښه اثر، او بد ملګري، بد اثر لرلای شي.
۱۵- اولادونو ته تر خپل توانه ښې جامې واخلئ، او د اولاد په پاکۍ کې ډېره توجه وکړئ. خپلو اولادو ته په معینه اندازه ورځنی جیب خرڅ ورکړئ، ترڅو دوی خپلو همزولو ته کم رانشي.
۱۶- خپلو اولادو ته حتمي او ضروري په دواړو اخترونو کې نویې جامې واخلئ، او هم دوی ته د اختر مبارکي (نغدې روپۍ) ورکړئ، تر څو دوی هم د اختر په قدر پوه شي.
۱۷- اولادو ته په کلکه نصیحت وکړئ، چې د مېلمستیا په وخت کې د بل چا په کور کې غالمغال او شوخي ونکړي. ځینې پلرونه او میندې، خپلو اولادو ته د بل چا په کور کې دا نه وایي، چې شوخي مه کوئ، او دغه ښه کار نه دی.
۱۸- خپل اولادونه، مطمىٔن کړئ چې د دوی په خوښه او مشوره به دوی ته ودونه کیږي، یعنې تاسې به ښه ځای ورته پیداکوئ، او آخري فیصله به د دوی وي. پلرونه او ميندې په دې خبره ډېر ټينګار ونکړي، چې د دوی زوی او لور بايد حتمي او ضروري په خپله کورنۍ کې واده وکړي۰ دغه شانته ناحقه شله توب، متأسفانه، کله نا کله ډېرې بدې پايلې لري۰
۱۹- خپلو اولادو ته خپل اعتباري ملګري ورپه ګوته کړئ، او هغوی ښه ور وپېژنئ، که نه، هغه به بیا د ستاسې په هر یوه ملګري اعتبار کوي، چې دغه کله کله ډېر خطرناک واقع کېدلای شي. د مثال په توګه، د ستا یو ملګری له تا سره کورته ولاړشي، او هغه د ستا خوښ نه وي، او هغه تا له شرمه کورته درسره بیولی وي، نو که چېرې هغه بیا خپل اولاد ته ښه معرفي نه کړئ، نو د ستا اولاد، د ستا په غیاب کې شاید په هغه سړي اعتبار وکړي، چې دغه سړی خو زما د پلار سره زموږه کورته راغلی و، او حتمي به ښه سړی وي.
۲۰- د اولادونو په منځ کې فرق مه کوئ، ځکه چې فرق کول دوی ډېر ځوروي، او یو د بل په مقابل کې کینه او عُقدې پیداکوي. هېڅکله د لور او زوی فرق ونکړئ.
۲۱- د اولادو هر نېک کار ته په ښه درنه سترګه وګورئ، هغوی په ښه توګه تشویق کړئ، او هغوی په نغدي ډالیو ونازوئ. د هغوی استعدادو ته ښه توجه او احترام وکړئ، او د هغوی د استعداد څخه مثبت کار واخلئ.
۲۲- خپل اولادونه د بل چا په مخکې مه خجالت کوئ. هغوی ته په پټه او یوازېني حالت کې نصیحت وکړئ، او هغوی، ښو کارونو ته تشویق کړئ.
۲۳- پلرونه او میندې باید خپلو اولادو ته خپل خپلوان او د هغوی حقوق ټول ور وپېژني، دوی ته لارښوونه وکړي، چې نور خپلوان هم حق لري.
۲۴- پلرونه او میندې خپل اولادونه وهڅوي، چې د خپل خسر او خواښیې احترام وکړي، او دغه احترام باید د دواړو طرفو څخه مراعات شي.
۲۵- پلرونه او میندې باید د خپلو اولادو هوساینه، تر خپلې هوساینې ښه وګڼي، او خپله خوشحالي د خپل اولاد په خوشحالۍ کې د اسلام په رڼا کې ولټوي.
۲۶- پلرونه او میندې باید خپل اولادونه د سهار لمانځه ته پاڅوي، البته دغه دا معنٰی نلري، چې دوی د نور لمنځونه نه کوي. دلته دسهار لمونځ لدې کبله یاد شو، چې د هغه لپاره له خوبه پاڅېدل لږشانته ګران وي.
۲۷- پلرونه او میندې باید د ډېر وخت لپاره خپل اولادونه د تلویزیون د لیدلو د پاره پرې نږدي، او د ځینو خلکو اولادونه بې اندازې زیات تلویزیون ګوري، چې هغه وروسته ډېر تاوان ورته رسوي.
۲۸- پلرونه او میندې باید د خپلو اولادونو د وړاندې، د خپلو خپلوانو بد ونه وایي، ځکه چې پدې کار د دوی د خپلوانو قدر، د دوی د اولادونو په نزد کمیږي.
۲۹- پلرونه او میندې باید ډېر احتیاط وکړي، چې خپل اولادونه په دروغ ویلو  عادت نه کړي. دروغ ویل، د ټولو بدو کارو سرچینه ده. که چېرې خدای مکړه، په یوه کورنۍ کې دروغ ویل شروع شول، نو د هغه کورنۍ غړي، که خپل ځانونه اصلاح نه کړي، نو هغه کورنۍ د بربادۍ په لوري په حرکت کې ده. د مثال په توګه: که د چا زوی کور ته ناوخته راشي، او هغه د پلار د پوښتنې په ځواب کې داسې ووایی، چې د ماخستن د لمانځه لپاره په جومات کې منتظر و، او حال دا چې، دی په کوم بد کار پسې تللی وي. همدارنګه، ډېر احتیاط وشي، چې اولادونو ته پخپله دروغ ورزده نکړو. د مثال په توګه: په ځینو وختونو کې پلار په کور کې ناست وي، او خپلو اولادونو ته وایی چې ”که چا زما پوښتنه وکړه ورته ووایئ چې زه په کور کې نشته یم“. دغه شانته کارونه، دوی ورو ورو له دروغو سره عادت کوي. بل مثال یې دا دی، چې ځینې پلرونه او میندې د خپلو اولادونو سره د دروغو وعدې کوي، او بیا هغه نه عملي کوي.
۳۰- پلرونه او میندې خپلو اولادونو ته باید ډېر احترام ولري، د دوی خبرو ته ښه غوږ ونیسي، او دوی ته دغه روحیه ورکړي، چې دوی د هغوی په ژوند کې ډېر مهم دي. پلرونه او میندې د اولادونو د شخصیت په جوړولو کې باید رغنده ونډه ولري.

د پام وړ ټکي:
الف: پلرونه او میندې باید شپه او ورځ د خپلو اولادونو په فکر کې وي، او د دوی د تعلیم او تربیې په برخه کې هېڅکله بې غوري ونکړي. پلرونه او میندې باید پوه شي چې همدغه، د دوی اولادونه به وي، چې دوی ته به بیا د زړه له کومي دعا، یا ښېرې کوي، نو لازمه ده چې پلرونه او میندې د دوی ډېر خیال وساتي. اولادونه، زموږه او ستاسې د دنیا او آخرت سرمایه ده، او ددغه سرمایې په ساتنه کې باید زیاته پاملرنه وشي.
ب – پلرونه او میندې باید پوه شي، چې د دوی اولادونه، د دوی اعمالو ته ښه په ځیر سره ګوري، او له دوی څخه ښه او بد زده کوي. که پلرونه او میندې نېک کارونه کوي، نو ان شاءالله د دوی اولادونه به هم ښه او نېک کارونه وکړي. موږه ټول د پلرونو او میندو په حیث دا مسٔولیت لرو، چې خپلو اولادونو ته له حلالو خوراک او پوښاک برابر کړو، او په دوی باندې حرام ونخورو. پلرونه او میندې باید خپل اولادونه، حرامو کارونو ته مجبور نه کړي. پلرونه او میندې باید د خپل اولاد څخه پوښتنه وکړي، چې هغوی دغه پیسې په څه ډول پیداکړې دي، آیا کوم لمونځ خو به یې نه وي پسې قضاء کړئ. پلرونه او میندې باید د اولادو آخرت تر خپل آخرت کم ونه ګڼي، او کوښښ وکړي، چې د خپلو اولادو دین او دنیا، د الله(ج) په فضل او کومک سره سمه کړي. پلرونه او میندې باید پوه شي چې د دوی اولادونه، دغه روپۍ په ډېره سختۍ پیدا کوي، او دوی د هغو د مصرف سره باید لازم احتیاط وکړي، او هغه لکه خاورې داسې بې ځایه مصرف نکړي.
ج – ځینو پلرونو او میندو ته خو سړی باالکل حیران پاته شي، چې واړه واړه اولادونه بهر ملکونو ته، یوازې استوي. زه د دوی له زړه څخه خبر یم، چې دوی دخپلو اولادونو دپاره د امن او تعلیم ځای غواړي، او دوی ملامت هم نه دي. اما، دوی باید په دغه هم ښه پوه شي، چې دغه کار، خدای مکړه، د دوی داولادو آخرت ته ډېر تاوان هم رسولای شي.
د- پلرونه او میندې په هیڅ صورت کې اولادونه له خپل کوره و نه شړي، او همېشه باید د الله(ج) دربار ته د دوی د هدایت دپاره دعاګانې وکړي. الله(ج) ډېر مهربانه ذات دی، او ډېر امکان لري، چې دغه بد حالت په ښه حالت بدل شي، او د الله(ج) په خاطر له صبر او حوصلې څخه کار واخلي، او په عین وخت کې له ډېر احتیاط او تدبر څخه هم کار واخستل شي، چې نور اولادونه ترې زده نکړي، او د پلار او مور د نرمې رویې څخه ناوړه ګټه پورته نشي.
په پای کې زه د یوه زوی په حیث، په ډېر اخلاص او صداقت سره د الله(ج) لوی دربار ته، د عاجزۍ دواړه لاسونه پورته کوم، او د خپل مرحوم پلار، مرحومې مور، او ټولو مسلمانانو مړو ته د زړه له کومي د مغفرت دعا کوم، او الله(ج) د، هغوی ټول د قبر له عذابه او د جهنم له اوره وساتي، او الله(ج) د، دوی ټولو ته جنت الفردوس په نصیب کړي. آمین یارب العٰلمین.
همدارنګه، زه د یوه پلار په حیث، په ډېره عاجزۍ سره یو ځل بیا، د الله(ج) لوی دربار ته د عاجزۍ دواړه لاسونه پورته کوم، او دعا کوم چې الله(ج) د زما ټولو اولادونو، او د نورو خلکو اولادونو ته د نېکۍ هدایت وکړي، او الله(ج) د دوی ته په هر ځای، هر وخت او هر حالت کې دنېکو کارونو، د سرته رسولو، او د بدو کارونو د نه کولو توفیق ورپه برخه کړي، او الله(ج) د، زموږه ټولو اولادونه، له موږه سره په صراط المستقیم برابر لري. آمین یارب العٰلمین.
الله (ج) د په افغانستان اوپه ټوله نړۍ کې هغه شانته سوله راولي، چې الله(ج) ته قبوله اومنظوره وي، او الله(ج) د، د افغانانو ترمنځ د حق فیصله وکړي. آمين یارب العٰلمین.
تربلې ليکنې د الله(ج) په امان۰

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply