زه په لنډ او اوږد سفرکې کتابونه لولم . نن هم چې څنګه په الوتکه کې پخپله څوکۍ کښیناستم ، کتا ب مې پرانیست او په لوست بوخت شوم . ترڅنګ مې یوځوان ناست دی ، څوکړکې ږیره ېې ده ، سترګې ېې په رنجو تورې دي ، په دریشۍ کې دی ـ سپینه خولۍ ېې په سرده ، دکرتۍ پر ځای ېې اوږد واسکټ اغوستی . دواسکټ په ښي جیب کې ېې د خودرنګ قلم څنګ ته د لرګي مسواک هم له لیرې ښکاري .غټې لرګینې تسپې ېې په لاس دی ، په ذکربوخت دی . له ځانه سره په لوړ غږ د خدای نامه پرله پسې بولي . کله زما په کتا ب کې سترګې خښې کړي. خوله خبرو ته جوړه کړي، غواړي څه راته ووايي ، چې مخ ورواوړم ، بیرته مخ وګرځوي، ته وا پخپله پوښتنه شرمیږي ! ما ته خندا راشي ، دی هم زړه ورشي ، مخ راواړوي، کتاب وتړم ، مخې ته په واړه میزېې کیږدم ، دی د کتاب پوښ ته سترګې ونیسي ، بیا ما ته راوګوري ، خوله رانږدې کړي ، زړه نازړه ورو راته ووایی:
ـ خوابدی کیږئ خو به نه که یوه پوښتنه وکړم ؟
زه موسکی شم . ټده نوره هم وغوړم چې زړه ورشي او په ډاډ خپله خبره راته وکړي :
ـ مهربانی ، ولې به خوابدی کیږم !
دی لاړې تیرې کړي ، لاهم ربغړی وی ، کتاب ته وګوري:
ـ دا د څه شی کتاب دی ؟
زه کتاب راواخلم د ده مخ ته ېې ونیسم ،
ـ ناول دی
کتاب ېې نور هم سترګو ته نږدې کړم ، دا دی پخپله ېې ولولئ:
ـ سوله او جګړه
دی ټوپ کړي ، اوږې ېې وښوري .
ـ ښه ډیر ښه ، نو ته وا چې په دې کتابونوبه دا لعنتي جګړه ودریږي او سوله به راشي؟
خوله مې ځواب او تبصرې ته جوړوله چې ده خبره بلې خوا ته بوتله:
ـ دا چا لیکلی دی ؟
ـ بیا مې کتا ب مخې ته ورته ونیو، د لیکوال په نوم مې ګوته کیښوده :
ـ تولستوی
د تولستوی په اوریدو په فکرکې لاړ، تسپې ېې لاس کې راپورته کړې ، له نا مې ېې لکه چې ښه رانغلل ، خوند ېې ورنکړ، عجیبه ورته ښکاره شو ، په شکمن انداز ېې وویل:
ـ مسلمان دی ؟
سرمې د نفي په بڼه وښوراوه ، په لوړ غږ مې وویل:
ـ نه روسی دی.
ده حیران راوکتل ، باڼه ېې پورته ونیوه ، خوله ېې وازه پاتې شوه ، کتاب ته ېې اشاره وکړه :
ـ دا اورخو دی روسانو ولګاوه ، چې ترنن ورځ نه مري او ته له دوی سوله غواړې !
غوښتل مې ورته ووایم ، چې دا د سولې او جګړې طرحه نه ده ، دا ناول دی ، ښکلا ده ، تاریخ دی ، له جګړې او سولې د لیکوال دهنر فلسفه ده ،خو ده وار رانکړ، کنجکاوه شو، پوښتنې ېې لکه یو خیریال پیل کړې:
ـ روسیه دې لیدلې ؟
لاس مې پورته او پنجه مې پرانیسته :
ـ نه یوازې چې لیدلې مې ده ، هلته مې پینځه کاله زده کړې کړې دي .
ده لاسونه موټی کړل ، په ځیرېې راوکتل ، وی خندل ، په ولي ېې لاس راکیښود:
ـ چې خفه نشئ ، هسې خبره ده نو زړه کې راوګرځیده ،ما ویل خلقی یا پرچمی خو به نه وئ ؟
ومې خندل ، له ځواب مې ډډه وکړه ، دځان په باب مې دده د ذهن تصویر وغوښت :
ـ ته څه فکر کوې ؟
ده بیا لاندې باندې راوکتل ،
ـ بریتونه خو دی د لوی خلقي دی ،
په ټوکه مې ورغبرګه کړه چې په هربریتور دی د خلقی ګومان راځی ، نو ته به هم خا مخا …..
خبره مې ودروله ، دی رانیغ شو :
ـ وایه ، وایه ، بریک مه نیسه
ما هم د ده په څیره کې سترګې خښې کړې ، د ده څوکړکې ږیرې ته مې لاس ونیو :
ـ نو چې داسې ده ته به هم په دې مبارکه ږیره اخوانی ېې ؟ دا راته ووایه چې په حزب اسلامي کې ېې که په جمعیت اسلامی کې؟
د دې سره مې ټول هغه تنظیمونه ورکتار کړل، چې په ایران او پاکستان کې د روسانو د یرغل په کلونو کې جوړشوي وو. خو د ده تندی تریو شو، غومبري ېې سره راواوښتل ، لکه په نرۍ ستن ېې چې وچوخوم ، وې کنځم او احساسات ېې راوپاروم ، په لوړ غږ ېې راغبرګه کړه :
ـ هغه څه دله ګه ګان دی ، که کمونیستانو اوربل کړ ، دوی تیل وروشیندل ، نن ېې کفارو سره هم لاس یو کړی ،
د ده خبرو فکر کې واچولم ، د طالب ګومان مې پرې وکړ ، یو دم مې له خولې راووته، په خندا مې ورغبرګه کړه:
ـ طالبان څنګه ؟
ټوپ ېې واچاوه ، لکه څارنوال چې څوک د پوښتنو لاندې راولي ، په خوله ېې لاس کیښود:
ـ څه مې خوله راسپړې ؟ ټول د یوه خره لکۍ ده ….
خبره ېې ونیوه ، شاوخوا ېې وکتل ، لکه وچې ویریږي ، خندا راغله ،
ـ مه ویریږه لندن ته ځئ ؟
ده برګ راوکتل :
ـ ولې به ویریږم ، زه له خدایه يرته له هیچا نه ویریږم .
غلی شو ، بیا ېې کتاب ته لاس ونیو ، لکه د جومات ملا حکم ېې وکړ:
ـ او تاسو هم دا چټیا ت مه لولئ ، سوله چې خدای تعالی رانه ولی ، نه ېې دا کتابونه راولي . او نه دا نن سبا د سولې والا
رانیغ شوم ، جدي بڼه مې ونیوه :
ـ نو څه ولولم ، ته یو کتاب راوښایه !؟
جیب ته ېې لاس ننویست ، کوچنی کتاب ېې راوویست ، ښکل ېې کړ ، ما ته ېې ونیو :
ـ دغسې د خدای کلام وایه ، قران ولې نه واېې ؟
په سړه سینه مې ورغبرګه کړه :
ـ قران مې له تفسیره سره لوستی دی .
ـ قران یو ځل نه لوستل کیږي ، قران باید هره ورځ سهار او ما ښام تلاوت کړئ .
ومې پوښت :
ـ تا سو هره ورځ قران لولئ ؟
ـ هره ورځ سهار او ماښام ، په سفر او حظرکې .
کوچني سورت ېې بیاسترګو ته راونیو، په غرورېې وویل :
ـ نه وینئ ، په سفرکې هم تلاوت نه پریږدم
و مې ستا یه خو له قرانه نه د زده کړې او درک پوهه مې هم وروننګوله :
ـ ښه شا باس ، ما شالله ، ښه نو په قران به پوهیږئ هم
په مونډۍ ږیره ېې لاس راښکود.
ـ څنګه نه پوهیږم ، دا څه واېې ؟ له سلو مې ډیر ایاتونه حفظ کړي دي . غواړې چې درته تیر ېې کړم .
خبره مې ونیوه ، سرمې وخوځاوه :
ـ قراعت نه یادوم ؟ د قران معنی او تقسیر، که اوس یو ایات درته تیرکړم ، په معنی به ېې پوه شئ ؟
جټکه ېې وخوړه ، بې ځوابه شو ، سوراو شین شو لکه ژبه چې ېې ونښلي ، لاړېې تیرې کړې ، زرېې رالنډه ېې کړه :
ـ څه جومات کې خو ملا کیږم نه ، زه قران د ځان د ثواب لپاره لولم ،
بیا مې راونیو، لکه یو ښوونکی چې غبي زده کوونکی ته تا کید کوي ومې ویل :
ـ نه ته ېې باید د اصلاح لپاره ولولئ ، باید وپوهیږئ کوم کار سم دی او کوم ناسم دی ،قران ېې یوازې ثواب نه دی ، د ژوندیوه طریقه ده . د نړۍ د خلقت الهی او آسمانی باور او پوهه ده.
دده رنګ نورهم سورراواوښت ، خولې ېې زګونه وکړل ،لکه په درواغو کې چې ګیرراشي ، لاس ېې زما لورته ونیو:
ـ یاره ته هم عجیبه سړی ېې ، څوک نه پوهیږي ، چې دا کبیره ګنا ه ده او دا صغیره ، په دې خو ما شوم هم پوهیږي ، چې دا ګناه دا او دا ثواب.
وپوهیدم چې له ده سره نور چیړ او بحث بې ګټې دی ، خبره مې بلې لورته واړوله ، دده د پيژندنې بحث ته ورګډشوم :
ـ ښه دا ووایه چې څه کار کوئ ؟
لکه فکرکې چې لاړشي او خبره ېې پوره نه وی اوریدلي ، ځانته ېې لاس ونیو:
ـ زه ؟
سرمې وخوزاوه :
ـ هو ته ، دلته نوبل څوک دی ؟
خوله ېې لاړه او راغله ، وی خندل :
ـ ولې لیونی یم چې تیاره رارسیږي او زه به کار کوم ،
فکرکې لاړم ، حیران مې وروکتل :
ـ څنګه کار نه کوئ ؟ معیوب یاست که څنګه ؟
لکه په غلاکې چې ېې ونیسم ، خوله ېې لاړه او راغله ،په شرمیدلی وروغږ ېې وویل :
ـ ښه جوړیم ، خو غږ مه کوه ،
خوله مې وازه پاتې شوه :
ـ هغه څنګه ؟
ـ هغه دا چې ځان مې په ناروغۍ وهلی ، ما ویل اعصاب مې خراب دی .
ومې خندل :
ـ یعنی ځان دی په لیونیو کې وهلی دی ؟
په خوله ېې بیا لاس کیښود ، شاه او خوا ېې خلک وڅارل ، خوله ېې غوږ ته رانږدې کړه:
ـ بس غږ مه کوه ، که لیونی یم که جوړ خو له ډاکټره مې په چل ول ښه غټ تصدیق اخیستی دی .
ـ نود سوسیال په معاش دی ګذاره کیږي ؟
سرېې یوړاو راوړ ، لاس ېې رااوږد کړ:
ـ نه یره چیرې ، زما دومره لوی دسترخوان دی چې خدای دی مه خبروه . او دوطن مړی او ژوندی خو لاڅه کوئ ؟
غلی شو ، اوږده سا ه ېې واخیسته ، بیا شاته او مخې ته غلی شان وکتل ، په وروېې وویل :
ـ د وراره په نوم مې غټ دوکان اخیستی دی . کله کله په کې بله کاروایي هم خدای رابرابره کړي
ـ هغه څنګه ؟
ـ دا د موټرو جعلی ټکرې هم کومه یوه راپیښه شي .
ـ ویریږې نه ؟
نه پوهیږم څنګه مې له خولې ورووتل :
ـ نو حج به دی هم کړي وی ؟
په ږیره ېې لاس راښکود،وار له مخې ېې راغبرګه کړه :
ـ درې ځل ، سږ هم ټوله کورنۍ عمرې ته ځو
ما سره وخوځاوه ، خو دده غوسه مې هم راوپاروله ، ومې چوخاوه:
ـ نو دا ګناه نه ده ؟
دی حیران شو ، تندي ېې ګونځې وکړې ، سترګې پټې کړې ،سرېې رالنډ کړ:
ـ سبحا ن لله ، حج ؟ دا څه کفر غږوئ ؟
لاسونه مې وروړاندې کړل ، سرمې وښوراوه :
ـ نه ، نه ، پوه نشوئ ؟
ـ نو څه ؟
واضح مې ورته وویل :
ـ دا ګناه ده چې حکومت ته درواغ وایی ، او مرسته هم ترې اخلئ
ده لکه پخپل عمل چې اګاه او ملا وی ، په خلاص مټ رالنډه کړه ؟
ـ دا ته څه وایی ؟ د کفر مال چې څومره خوړی شی ، ثواب لری ، ته لا ګنا ه یادوې ؟
لږڅه غلی شو ، په دلیل ېې له ځانه سره کرل ریبل شروع کړل ،بیا ېې خپل عمل داسې توجیې کړ :
ـ که داسې د کفارو نه په چل پیسې ګناه وای ، بیا مې کله په وطن کې جومات پرې جوړاوه
ما وخندل ، میزمې په ورو وواهه:
ـ ښه په دې پیسو دې جومات هم جوړ کړی دی .
ده غاړه جګه ونیوه ، په غرورېې وویل :
ـ یو نه دوه ؟
ما وخندل ، پوهیدم چې دی نشم قانع کولی ، پړیدل ېې ګران و.په شاه مې وډباوه :
ـ ښه ، ښه ، نو په دې ثواب به دې تجارت هم ښه روان وی .
ده وخندل :
ـ سبحان الله ، ډیرښه ،
یدینګ ــ لندن
د شپې لس بجې
د ۲۰۲۱میلادی کال د جنورۍ ۶
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320