جیک سالیوان (Jake Sullivan) د امریکا د ملي امنیت شورا د مشري لپاره د جوبایډن نوماند دی، وار له مخه یې د نړۍ د بېلابېلو قضایاو لپاره، چې د امریکا دولت ټاکوونکی کردار پکې لري د بایډن د حکومت پالیسي له رسینو سره شریک کړه، چې له هغې جملې یې د افغانستان د سولې او جګړې د روان بهیر په اړه نظریات د روان میلادي کال د جنوري میاشتې په څلورمه نېټه له CNN ټلوېزیون سره مرکه کې څرګند کړل.
نوموړي وویل، چې طالبان اوس د امریکا له دولت سره یو تړون لري او دا تړون د امریکا دولت مکلف کوي، چې د تړون د دواړو خواو پر ژمنتیا څارنه وکړي او وګوري، چې طالبان خپلو ژمنو ته ژمن دي؛ که نه؟
د امریکا او طالبانو د سولې د تړون یو له اساسي شرطونو د طالبانو لخوا د القاعده نړيوال سازمان سره د اړیکو پرېکون دی، چې د امریکا دولت په نوموړي شرط جدي څار کوي او ګوري، چې طالبانو له القاعده سره اړیکې قطع کړې؛ که نه!
دویم اساسي شرط په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کچې را کمول دي، چې بدبختانه طالبانو تر اوسه د عامو وګړو وژنې ته دوام ورکړی؛ دې وروستیو کې د نامالومو وسلوالو لخوا د افغانستان د رسنیو غړي او مدني فعالان تر برید لاندې راغلي او دا د تاوتریخوالي د کچې کمېدل نه بلکې زیاتېدل په ډاګه کوي.
افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند هم روته نظر لري، سونی لګیت رسنیو ته ویلي، چې طالبان په افغانستان کې د خبریالانو، مدني فعالانو او حکومتي مامورینو په هدفي وژنو کې لاس لري او ویې ویل چې باید د سولې د بریالي کېدو لپاره طالبان دا هدفي بریدونه بند کړي.
که د سوني لګیټ نظر کې وړاندې شوي قید ته پام وکړو نوموړی د طالبانو یاد بریدونه د سولې د پروسې د ناکامېدو علت ګڼي!
دریم اساسي شرط د طالبانو لخوا د افغانستان له اسلامي جمهوري دولت سره په ښه نیت د سولې خبرو ته دوام ورکول دي، چې د امریکا دولت په نوموړي شرط اساسي څارنه لري د طالبانو او افغان دولت تر منځ د سولې خبرې اترې، چې په قطر کې روانې دي د جوبایډن د راتلوونکي دولت لپاره د اهمیت وړ دي.
د امریکا دولت د طالبانو او افغان دولت تر منځ د سولې تړون په افغانستان کې د روان جنګ د پای په مانا ګڼي او دا غوښتنه لري، چې یاد تړون باید په افغانستان کې جوړجاړي ته لار هواره کړي او جګړې ته د پای ټکی کېږدي.
د افغانستان لپاره به د امریکا د دولت، چې مشري به یې د جوبایډن پر غاړه وي پالیسي همدا ده، چې افغانستان کې روان جنګ پای ته ورسېږي او د امریکا د ملي امنیت ستراتیژي دا تضمینوي، چې افغانستان به د بیاځل لپاره د ترهګرو په ځاله نه بدلېږي.
که د سالیوان څرګندونو ته ځیر شو ټولې هغه ګنګوسې ردوي، چې ګواکې د امریکایي ځواکونو پر وتلو سره به د امریکا مخ له افغانستان واوړي او افغانستان به یو ځل بیا د سیمې د هیوادونو او د ترهګرۍ د جګړې په ګرداب کې ډوب شي، همدارنګه په پوره وضاحت سره وایي، چې د امریکا راتلوونکی حکومت په افغانستان کې د جګړې پای ته ژمن دی!
خو اساسي پوښتنه دا؛ که چېرته طالبان له امریکا سره د سولې د تړون شرطونه نقض کړي د روانې سناریو مخ به کوم خواته اوړي؟ افغان سیاسي کارپوهان وایي، چې د سالیوان له څرکندونو جوتېږي، چې د جوبایډن حکومت به د افغانستان لپاره واضح تګلاره ولري او ډېرو ناسمو تعبیرونو ته به د پای ټکی کېږدي. همدارنګه طالب مشران باید په دې ځانونه و پوهوي، چې د امریکا د تړون د مواردو نقض به دوی او د دوی تمویلوونکو ته څه عواقب ولري؟