د ضیأ ودان د سوځیدلي موټر پارچې هم خرڅې شوې

0 1,172

په ټولنیزو رسنیو کې په یوه خپره شوې ويډیو کې لیدل کیږي، چې د کابل ښاروالۍ کارکوونکو د ضیأ ودان د موټر سوځیدلې پارچې په کباړیانو پلورلې دي.

په دغه ويډیو کې له کباړ اخیستونکي څخه پوښتل کیږي، چې دا سوځيدلې اوسپنې، چې د ضیأ ودان د موټر دي چا درباندې په کوم قیمت پلورلې دي؟
کباړ اخیستونکی یې په ځواب کې وایي، چې دا د اتمې ناحیې د کارکوونکو راباندې، یو من په ۱۲۰ افغانۍ خرڅې کړي دي.
په همدې حال کې، ګڼ شمیر افغان لیکوالانو او د ملي تصدۍ د عامه ساتنې د ریاست د ویاند ضیأ ودان ملګرو د کابل ښاروالۍ د کارکوونکو پر دغه کړنه نیوکې کړي او دا یې د هېواد د یوه مبارز بچي پر وینو سودا بللې ده.

وموغوښتل په همدې اړه د کابل ښاروالۍ له چارواکو سره خبرې وکړو، خو له پرلپسې هڅو سره – سره بیا هم ونه توانیدو، چې ځواب یې ترلاسه کړو.
ضیأ ودان د عامه ساتنې د ملۍ تصدۍ د ریاست ویاند او د ټولنیزو رسنیو یو فعال و، چې همدا نن سهار د کابل ښار په اتمه ناحیه کې یې پر موټر پسې نښلېدونکي ماین چاودنه وکړه، چې نوموړی پکې له خپلو دوه همکارانو سره په شهادت ورسیده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply