ملاهبت‌الله د قطر دفتر غړي له ډيرو ښځو کولو منع کړل

0 1,071

اينډپنډنټ ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د وسله‌ والو طالبانو مشر ملا هبت‌الله په قطر کې د يادې ډلې سياسي استازيو ته امر کړی، چې له متعددو (له یو څخه ډیرو) ښځو سره له واده کولو دې ډډه وکړي.
دې ورځپاڼې يوه داسې سند ترلاسه کړی، چې د ملاهبت‌الله له ادرسه د لارښوونو تر عنوان لاندې په پښتو ليکل شوی او په کې ويل شوي: «د افغانستان اسلامي امارت مسوولانو د ژوند شرايط دا نه اېجابوي چې له یو څخه ډير ودونه دې وکړي.»

د سند له محتوا دا مفهوم اخيستل کېږي، چې په زور د ودونو له کبله تر دې زيات د يادې ډلې د بدنامۍ مخنيوي په موخه دا پرېکړه شوې ده.
ملاهبت‌الله د متعددو ودونو کول له نفسي غوښتنو سره برابر ګڼلي او د طالبانو سياسي مسوولان په ځانګړې توګه په قطر کې د دې ډلې سياسي کمېسيون مېشت غړي يې له دې کار منع کړي دي.
د سند له مخې، يوازې د طالبانو سياسي مشران له څو ودونو کولو منع شوي خو د يادې ډلې د جنګياليو په اړه په کې واضيح څه نه دي ويل شوي.

له دې سره وسله‌والو طالبانو هم د اينډپنډنټ ورځپاڼې دا سند تائيد کړی او ويلي يې دي، چې په کې ذکر شوي موارد معقول او منطقي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د وسله‌والو طالبانو مسوولانو په لرې پرتو سيمو کې نجونې او ښځې د دويمې، دريمې او څلورمې ښځې په توګه په زور نکاح کړي او دوی يې مجبورې کړي چې د يادو طالب مسوولانو غوښتنې ومني.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply