نوموړي تېره ورځ د قانون، ساینس او دفاع وزیرانو سره ګډې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، چې هېواد کې یې زرګونه دیني مدرسې شته، چې له قانوني جواز پرته فعالیت لري؛ خو زیاتوي، که یې د قانوني کېدو خبره شي نو حکومت چمتو دی، قانوني اسناد ورکړي.
پاکستان کې د نا راجستر شویو مدرسو په اړه د دې هېواد د کورنیو چارو وزیر دا خبرې کومه نوې خبر نده؛ مګر د معلوماتو له مخې د اسلام اباد ترڅنګ دې هېواد کې زرګونه دیني مدرسې فعالیت کوي، چې د دیني زده کړو په نوم وسلوال روزي او د افغانستان په ګډون یې ټولې سیمې ته د ترهګریزو فعالیتونو په موخه لیږي.
د ډيورنډ له کرښې پورې غاړې یوې سرچينې چې نه غوښتل نوم یې خپور شي، دوه میاشتې وړاندې په دې اړه په سره خبرو کې ویلي وو، چې دامهال په پاکستان کې د افغانستان جګړې لپاره د فکري بشري قوې توليد په موخه ۲زره دیني مدرسې ګمارل شوي او په دې برخه کې خپل ماموريت ترسره کوي.
د سرچینې د مالوماتو له مخې، پاکستان په ټوله کې شاوخوا ۲۰زره دیني مدرسې لري چې له ډلې يې ۲زره هغه له کلونو راهېسې په همدې موخه افغان زده کوونکي روزي او بیا یې د جګړې له ځينو سلاکارانو سره يو ځای د افغانستان خاورې ته را اړوي، چې د افغان ځواکونو پرضد جګړه وکړي.
سرچینې ویلي وو، چې د پاکستان څارګره اداره يا ISI د يادو ۲زره مدرسو مستقیم مدیریت په غاړه لري او د یادو مدرسو لپاره په افغانستان کې د تبلیغات له لارې د دیني زدهکړو په نوم ځوانان ورجذبوي. د سرچېنې د مالوماتو له مخې، دغه اداره د دیني عالمانو په نوم ځیني کسان لري، چې په خپل مهارت، فصاحت او بلاغت سره د تبلیغاتو له لارې کم عمره ځوانان تېر باسي او د افغانستان لپاره جګړې ته لېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د غیرقانوني پیسو د انتقال د مخنیوي نړیوالې ادارې «ایف اې ټي ایف» هم په ۲۰۱۸م کال کې پاکستان له دې امله په خړ لیسټ کې شامل کړی، چې په وینا یې دې هېواد کې یې د ترهګرو مذهبي ډلو مالي سرچینې نه دي تړلي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320