مالیزیا؛ د پاکستان یوه الوتکه په قرض کې ګرځولې

0 1,070

د مالېزيا چارواکو د پاکستان الوتکه په قرض کې ګرځولې او ورته یې ویلي، که تر ټاکلي وخت پاکستان پيسې ورنه کړي یاده طیاره نه ورکوي.
د پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخې، د پاکستان ۸۹۵ ډوله الوتکه چې  نن د کراچۍ څخه کوالا لمپور ته رسېدلې، هلته د محکمې د پولیسو له لوري اېساره شوې او د پرواز کولو اجازه نه ورکوي. سرچینې وايي، چې د پي آی اې دا الوتکه په مالیزیا کې د الوتکې د اجارې د پیسو د نه ورکولو په خاطر ددې هېواد د حکومت له لوري په کوالالمپور هوايي ډګر کې د مسافرو د کوزېدو پر مهال محاصره او بیا نېول شوې ده. د پاکستان د هوايي چلند ادارې ویاند هم د د اندونیزیا له لوري د الوتکې د قبضه کېدو په تائید سربېره ادعا کړې، چې د الوتکې ټول مسافر هم د مالیزیا د پولیسو له لوري نیول شوي دي.
د یادې ادارې ویاند په دې پېښه خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې دوی هڅه کوي د یاد حکومت قرض ژر تر ژره خلاص او الوتکه یې له قبضې را خوشې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان دې وروستیو کې له سخت اقتصادي بحران سره مخ دې او د معلوماتو له مخې دې هېواد کې د نرخونو لوړېدو هم د عامو خلکو او سیاسیونو غبرګونونه راپارولي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply