افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه د ناټو غبرګون

0 667

ناټو سازمان په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د شمېر کمولو په اړه په خپل تازه غبرګون کې ويلي، چې دا کار به په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د حضور او دغه راز له افغان ځواکونو د ملاتړ په برخه کې د ياد سازمان دريځ بدل نه کړي.
ناټو په دې اړه خپره کړې اعلاميه کې ويلي: «زموږ دريځ نه دی بدل شوی او له افغان ځواکونو سره به خپل ماموريت ته چې روزنه او مشوره ورکول دي، په موجوده چوکاټ او ساختار سره دوام ورکوو.»
ناټو سازمان په خپله اعلاميه کې دغه راز د افغانستان سولې له پروسې د ملاتړ ډاډ ورکړی او ويلي يې دي، چې پر ياده پروسه د يوه اغېزناک سازمان په توګه به په افغانستان کې خپل حضور ته شرایطو ته په پام سره دوام ورکړي.
ناټو دا هم ويلي چې په افغانستان کې به د خپل حضور په تړاو ارزونو ته په دغه هېواد کې د موجوده شرايطو په اساس دوام ورکړي او د ناټو غړيو هېوادونو دفاع وزيران به هم په راتلونکي فبروري کې په دې اړه بحث وکړي: «هر مسير چې ټاکو، نو مهم دی. دا کار په ګډه، په پوره پوهاوي او همغږۍ سره کوو.»
ناټو دغه غبرګون داسې مهال ښيي، چې د امريکا دفاع وزارت پرون جمعه اعلان وکړ، چې په افغانستان کې يې د خپلو سرتېرو شمېر ۲نيمو زرو ته راټيټ کړی.
افغان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو ولسمشر غني له دې وړاندې ويلي و، چې د افغانستان د امنيت بشپړ مسووليت افغان ځواکونه لري او د بهرنيو ځواکونو د وتلو او يا نه وتلو په اړه اندېښنه نه شته.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply