!!هیڅوک ځان ملامت نه بولي

لیکنه: ګل احمد احسان

0 708

ته به يې په سترګو وینې چې ملامت دی خو که پوښتنه ترې وکړې سل بهانې او دلایل به درته لټوي خو ځان نه ملامتوي. مجرم هم چي ونیول شي او پوښتنه ترې وکړې، ولي دي داسي وکړل وايي ملامت نه یم زه مجبور سوم چې داسې کار وکړم، دې ته ورته مثالونه نو ډېر دي. اصلي موضوع داده چي ولي انسانان خپلې تیروتنې نه مني. همدا تیره شپه مي یو کتاب وایه چي زما لپاره يې دا خبره ډېره مهمه وه هغه دا چې پکې لیکلي يې وه (( ټول باید په دې پوه شو چې هیڅوک ځان ملامت نه ګڼي.))

ددې پرځای چي بل ته د ملامتۍ ګوته نیسئ نو ښه خبره خو داده چې تاسې دا فکر وکړئ چې ایا زه د نورو پر وړاندې خپله تیروتنه منلای سم؟ که هو نو مهرباني وکړه د اصلاح په موخه یو څه ووایه که دي ځواب یا وي نو بیا هم مهرباني وکړه قضاوت پرېږده.

زموږ او د نورو ټولنې توپیر لري، په پرمختللو ټولنو کې خلک او یو دبل احساسات پېژندلای شي، د غوصې پر وخت ورته پوره حوصله کوي، خلک خپلې تېروتنې مني، بخښنه غوښتل یوه عادي خو خورا مهمه يې ګڼي. د هرې تیروتنې په صورت کې يې ځان عادت کړی په بېړه درته وایي، بخښنه غواړم.

اوس نو راسه موږ ته ! په یوه خبره د سلو مخ پړسوو، چي غوصه راغله تر هغه پورې يې نه پرېږدو چې غاښونه يې ترغوښو ونه کاږو، که ټول ښار راته ملامت ووایي موږ نه سي ملامتولای خپلو تولیدي دلایلو ته دوام ورکوو، بخښنه غوښتل خو د بېغرته سړي کار بولو.

زموږ او د نورو ډېر توپیر شته ، دلته سړک ، پُل ، ودانۍ ، او فابریکې هغومره مهمې ندي لکه ذهنتونه چې باید جوړاو ډېره پانګونه پرې وشي، موږ اوس برعکس روان یو ټوله سرمایه مو پر سیمینټو ، ګاډر، خښتو او ورته برخو مصرف کړه، تعلیم او زده کړه په ډېره کښته برخه کې قرار لري.

داسې سرمایه دار به پیدانکړئ چې حد اقل يې یوه ښوونځئ په شخصي لګښت جوړه کړې وي او ددې کړېدلي ملت بچیانو ته يې په واک کې ورکړې وي. که مو مثال هم راوړ د یوه یا دوه کسانو به وي نو په ۴۰ میلونه نفوس کې دي نو د ۲ کسانو هم خدای مل شي.

خبره بلې خواته ولاړه نه شي، انسانان باید خپلې تېروتنې ومني، د منلو په صورت کې ټولنه د هر ډول ستونزې خلاصېدلای شي که هر لوری ځان پر حق بولې او خپلې تیروتنې نه مني نو الله ج خبر چې دا وړۍ به شړۍ شي. دلته مې سولې ته اشاره ده.

مننه چې لیکنه دي ولوستل.

الله ج مو مل شه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply