د سږو د روغتيا له پاره تر ټولو غوره او ناوړه خواړه کوم دي؟

0 1,018

د سږو د روغتيا له پاره کوم خواړه ګټور او څه ډول خواړه ورته تاواني دي؟ پر دغه موضوع وروستي معلومات په دغه مطلب کي لوستلای شئ:

ستاسي سږي کيدای شي د بيلا بیلو لاملونو له کبله، لکه التهابي ناروغيو او يا د هوا ککړتیا له وجې ناروغه شي. دغه التهاب پر سالنډۍ، برونشیت يا تنفسي ناروغيو د اخته کيدلو خطر لا زیاتوي. د (ويب م د) د رپوټ له مخې د ګټورو خوړو غوره کول کولې شي ستاسي د بدن حياتي غړو، لکه سږو کي د التهاب په کمولو کې مرسته وکړي.

 

ګټور: ډير فايبر لرونکي خواړه

څيړنو ښودلې چې هغه کسان چې ډير فايبر لرونکې غذا خوري د هغوی روغتيا له هغه کسانو ډيره ښه ده چې فايبر لرونکي غذا نه خوري. له ډير فايبر لرونکي خوراکي توکو څخه سبوس لرونکي ماکروني،پ خه شوې لوبیا، کرم، شين ګلپي او نور دي.

مضر: ساتل شوې غوښه

څيړنې ښيې چې د کمزورو سږو او له پلورنځيو څخه د چمتو شوي غوښې تر منځ نږدي تړاو شتون لري. څيړونکي په دې اند دي چې په ساتل شوې غوښه کې زيات وختونه له نيتريت کيمياوي مادې څخه کار اخيستل کيږي چي د دغه ډول غوښې په خوړلو سره په سږو کي التهاب او استرس پيدا شي.

ګټور: قهوه

د قهوې مينه والو له پاره ښه خبر دا دی چي د سبا ناري پر مهال د يوې پيالې قهوې چښل د سږو له پاره ګټور دي. د کافئين ماده د التهاب ضد اغېز لري. د دې تر څنګ په قهوه کې موجود پلي فنون چې د انتي اکسیدو خاصيت لري، استرس  او التهاب کموي.

مضر: د ډيرو الکولو چښل

د الکولو ډير چښل د يني يا جيګر او سږو له پاره زیان رسونکی عمل دي. په الکولو کې موجود سولفيت ماده کولای شي د آسما يا سالنډۍ علایم زیات کړي او د الکولو اناتول، د سږو حجري اغيزمنې کوي. که څوک ډيرالکول وچشي د دې امکان شته چې په ساه لنډۍ اخته شي.

ګټور: بشپړ غله جات

بشپړ غله جات يعني چي پوټکی يا پوستکی يې نه وي ورڅخه بېل شوی، لکه قهوه، وريجې، سبوس لرونکو غنمو ډوډۍ، او وربشې نه یوازي د فایبر او انتي اکسیدان لرونکي دي، بلکې د ويټامين (اي) سلنيوم او غوړو ضروري اسیدونو لرونکي هم ګڼل کيږې، چې د سږو د سلامتیا له پاره اړين دي. تصفيه شوي غله جات يعني هغه غله جات چي پوټکی/پوستکی يې ورڅخه ليري سوی وي لکه سپين وړه او سپينې وريجې خپل ډير مغزي مواد له لاسه ورکوي.

مضر: خوږ او مالګين څښاک

پر خپلو سږو ورحميږئ او هغه غير الکولي څښاک د اوبو پر ځای مه چښی چي د شکرې درلودونکي دي. يوې څيړنې ښودلې چې هغه کسان چې په ورځ کې  له پنځه څخه زيات خواږه مشروبات چښي، ژر له دوامداره برونشيت او اسما/سالنډۍ له خطر سره مخ کيدلای شي .دغه راز څوک چې له حده زیاته مالګه خوري، له نورو څخه ډير په دوامدار برونشيت او آسما اخته کيږې.

ګټور: رومي بانجان

رومي بانجان د لیکوپن درلودونکي دي، چې د سږو له سلامتيا سره اړيکي لري. رومي بانجان اوبه يې په آسما د اخته کسانو له پاره ګټه رسوي او کولای شي تنفسي التهاب له منځه يوسې. د رومي بانجان په خوراک سره کيداي شی د سږو بنديدلو (ک و پ د) د ناروغ د مړينی احتمال کم شي.

دوچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply