د طالبانو سره څو مقدماتې خبري

دوکتور محمد عثمان تره کی  

867

      ۱۹/۰۸/۲۰۲۱

                                                                

د طالبانو سره څو مقدماتې خبري

د طالبانو چتک نظامې پرمختک نړې وارخطا او حیران کړ.

خو زموږ په اند د افغانستان په سیاسې ستیچ کي د طالبانو راتګ د تعقل، علم او دینې باور د دقیقو محاسباتو پایله ده. د همدغه محاسبي له مخي شل کاله مخکي د اشغال په وړاندي د « وسله وال مقاومت » ږغ پورته شو. د مقاومت مخالفین د پردیو په لمسونه د یو ناڅرګند واقعیت چي د تشخص په درشل کي وو د دشمنې دریز غوره کړ. خو په تدریح سره علم او منطق په بي باورې او ابهام برلاسې وموند او د طالبانو حقیقت وپیږنل شو.  

اوس طالبان د یو ستر آزمون سره مخ شوي چي پایله یي د افغانستان ثبات، سلامتیا او ورسره د افغانستان د ږغورني د یو پاڅون په توګه د طالبانو برخه لیک تاکلې شې.

نن طالبان د نړې سره مخ دې: ملګري ملتونه د امنیت شورا په شمول ، اروپايې اتحادیه ، ناتو اسلامې نړې د طالبانو کړه وړه د ذره بین تر کلکي څارني لاندي نیولي دې.

که طالبان خپل فکر او ذکر د افغانستان له نوي واقعیتونو سره سمبال ونکړې او خپله جنګې وړتیا  او نظامې فتوحات له سیاسې پوهي سره په ګډه د خپلواکې، سولي او امنیت په لور ونکاروې،  افغانان باید د کړکیچ او ناامنې نوي فصل ته په تریخ انتظار پاتي شې.

زه د طالبانو د برحق داعیې د یو عاجز او متواضع ملاتړ کونکي په حیث ځانته  دا حق ورکوم چي په اوسنې حساس وخت کي چي طالبان د خپلو قربانیو د پاداش  په تمه ناست دې د هغوي پام لاندي بیړنېو موضوعاتو ته واړوم :  

۱- طالبان باید دغه واقعیت ته پام واړوې چي په قابو ناست  کورنې دشمن د ماتي خوړليو بهرنیانو په ملاتړ د طالبانو په ضد د دسیسي جوړولو ګنشمیر سیاسې، نظامې او استخباراتې وړتیا لرې. طالب دشمن کړیو د سیاست او حکومتولي په ساحه کي د طالبانو د هر غلطې څخه په ګته اخیستني سره طالب ضد تبلیغاتې دندوره او نهایتاً توطئه جوړولې شې.

تښتیدلي توپکماران خپلي اړیکي د بهرنیانو سره ساتلي دې. بناُ سوله یوازي په کور د ننه د توپکمارو په ځپلو تأمینیداې نشو. واقعې امنیت هغه وخت راتلاې شې چي جنګ سالار د بهرنې ملاتړ څخه بي برخي  پاتي شې. د حکومتولې په چارو کي د بهرنیانو نسبې رضائیت جلب باید د سیاسې اجندأ په سر کي قرار ولرې.

۲- طالبان د افغاني تولنه یوه وړوکي برخه ده. بناً باید په دغسي اقدام لاس پوري ونکړې چي په واقعیت کي په تول ملت پوري اړه ولرې: د اساسی قانون تدوین، د نظام جوړول، د بیرغ جوړښت او ورته موضوعاتو په اړه پریکړه د ځمکنې او آسمانې قوانینو له مخي د ولس حق دي. ولس د منل شويو طرزالعملونو په بنسټ د خپل حق څخه ګته پورته کوې. دلته زموږ په دودیزه تولنه کي د لویه جرګي دنډه مطرح کیږې.

۳- غني د بیګناه خلکو قاتل د عدالت د منګلو څخه وتښتید. د طالبانو د عمومې عفو څخه باید غنې او دوستم غوندې کسان مستثنأ ګنل شوي واې. د قتل او جنایت پیږندل شوي سروالان تښتیدل د عدالت په تطبیق کي د طالبانو د ناکامې لمړنې نښه ده. طالبان باید د سیاسې لند مهال مصلحت په خاطر تلپاتي عدالت قربانې ونکړې.

۴- پر طالبانو باندي د ګاوندې هیواد نیابتې لشکر تور لګول کیږې. د جګړي الزامات چي طالبان بهرنېو هیوادونو ملاتړ ته اړ ایستل د جګړي په ختمیدو کي پایته رسیږې. طالب باید ثابت وکړې چي د خپلواک افغانستان خپلواک ځواک دې.

۵- د مستندو راپورونو له مخي د طالبانو په لیکو کي بهرنېو جنګیالېو ځاې نیولي دې. د جګړي ختمیدو سره جوخت د افغانستان په خاوره کي د بهرنیو توپکمارو د حضور منطق له منځه ځې.

۶- په ملې بیرغ باندي د طالبانو برید د توجیه وړ نه ښکارې. په تول نړې کي  حکمې شخصیتونه او ګوندونه ځانته ځانګړي بیرغ لرلې شې. خو کله جي په سیاسې قدرت قبضه ولګول شو تول د ملې هویت  تر پوښښ لاندي راځې. د ملې هویت سمبول او پوښښ ملې بیرغ دې.

د طالبانو بیرغ د نړیوال اسلامې انقلاب نښه نښاني لرې. دا د داعش او القاعده په ذوق برابر دې او د نړې په کچه د طالبانو پر ضد حساسیتونه راپاروې. موږ غریبانان اسلام د افغانستان په جغرافیا کي غواړو. نړیوال اسلامې انقلاب داعش او القاعدي ته پریږدو.       

بناً د طالبانو بیرغ د مقاومت او جهاد جنډه ده چي د جګړي په ختمیدو کي د هغي دنډه پایته رسیږې. 

۷- واقعبینې دا غوښتنه لرې چي طالبان جمهوریت نظام ومنې. حکومتې چاري مسلکې کسانو ته وسپارې. نظامي، امنیتې، استخباراتې او قضايي چاري په خپله قبضه کي وساتې.

باید راتلونکي حکومتې جوړښت خپل مشروعیت د لویه جرګي له خوأ ترلاسه کړې. د دینې علماو شورا په لویه جرګه کي مدغم کیږې.

۸- افغانستان د نوي حکومت د رسمیت پیږندلي نه نیولي تر اقتصادې مرستي جذبولو پوري قهراً له نړې سره په تعامل کې قرار لرې.

افغانستان د نړیوال تعاملاتو په منګولو کي راګیر دې: د همدغه واقعیت په نظر کي نیولو سره طالبانو ته په کار ده چي مخکي د یو کردار نه د خداوند متعال څخه وروسته ولس او نړیواله تولني حضور او څارني ته پام واړوې.

*   *   *

طالبان د خپلواکې په ګتلو سره د افغانستان معاصر حماسې تاریخ ته یوه بله ویاړ ور په برخه کړ.

اوس به ووینو چي  تر لاسه شوي ویاړ د واقعبینې او عقلانیت په بستر کي ساتلې شو ؟

« پاې »

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.