۰۹/۰۲/۲۰۲۱
د بهرنیو پوځیانو د ایستلو صلاحیت
راتلونکې لند مهاله حکومت ته وسپارل شي
د دوحې موافقه لیک د ۲۰۲۰ م کال د فروري په ۲۹ مه لاسلیک شو. د طالب بندیانو په خلاصون کې ځند د دې لامل وګرځید چه بین الافغاني مذاکرات له تاکلې مودې نه شپږ میاشتې وروسته د ۲۰۲۰ کال د سپتامبر په ۱۲ مه پیل شي. د مذاکراتو د طرزالعمل په اړه اختلاف بین الافغاني مذاکرات درې میاشتې نور هم وځندولې.
پوښتنه رامنځته کیږي چه په بین الافغاني مذاکراتو کې ۹ میاشتې ځند د موافقه لیک په عمومي محتویاتو او په ځانګړې توګه په تاکلې نیته د بهرنیو پوځیانو په وتلو کې څه اغیز لرلي شي ؟
اړینه ده چې پوښتنې ته له ځواب ویلو نه مخکې یادونه وشي چې : نړیوال حقوق د دولتونو تر منځ اړیکې تنظیموي. د یو باوري تړون اجرايي ضمانت د یو میکانیزم له مخې چې د تړون په متن کې ځاي نیولې، استحکام مومي.
پورته قاعدې ته په کتو سره د دوحې هوکړه لیک د نړیوالو حقوقو د پوښښ نه بې برخې پاته کیږي. موافقه لیک ( چې د دولت او غیر دولتي اړخونو تر منځ لاسلیک شوې دي ) د بین المللي حقونو تر اجرايي ضمانت لاندې نه راځي. له بله پلوه د باوري نړیوالو تړونونو په څیر د دوحې د موافقه لیک په متن کې د اجرايي ضمانت پروسیجر ندې مطرح شوې. بناً د هغې نه سرغړونه حقوقي مسئولیت نه رامنځته کوي.
د همدې نیمګړتیاو په ګته اخیستنې سره د امریکا نوې حکومت د پوځیانو وتل حالاتو څرنګوالې سره وتړل اواعلام وکړ چه د دوحې د موافقه لیک په رعایت، په تاکلې نیته خپل پوځ د افغانستان څخه نباسي.
واقعیت دا دي چې د بهرنیو ځواکونو پاته کیدل او وتل دواړه موږ ته کړاونه زیږوي :
۱- په افغانستان کې د یوه ګوداګي او غیر مسئول واکمني په شته والې کې چې د بهرنيو ځواکونو تر قومانده لاندې وي، د بهرنيانو پوځي حضور د اشغال او جګړې د دوام په په معنا ده.
۲- که په اوسني ناوړه حالت کې بهرني پوځیان بې له یو پلان نه په غیر مسئولانه دول د افغانستان نه ووځي د تیر په څیر د کورنيو جګړو د پیل احتمال، له نظر نه غورځولي نشو.
پدې کې شک نشته چې بهرني پوځیان د جګړې اصلي لامل دي. خو دا ویره شته چې د هغوي د غیر مسئولانه او په بیړه وتلو سره حالت له بد نه بد تر شي. او دا د هیچا په ګته ندي.
بناً واقعیتونو ته په کتو سره تر هغه وخته پورې چه د دوحې هوکړه لیک په تطبیق کې پرمختګ ندې شوې د بهرنیو ځواکونو ناقانونه حضور باید وزغمل شي.
د دوحې په هوکړه لیک کې جګړې سولې او ثبات خواته فرعي موضوعات د یو بنستیز موضوع یعنې یو « لند مهاله حکومت » د جوړلیدو په محور باندې راڅرخي. د مثال په توګه که د موافقه لیک روحیي ته پام وساتو په هغه کې د پام وړ موضوعات منجمله اوربند، راتلونکې لند مهاله حکومت ته ځندول شوې دي.
دمګړي د بهرنیو پوځیانو د وتلو نیته په یو متنازع فیه موضوع بدل شوې دي. د افغانستان حالت چې په کې سولې ضد اشغال پلوه کړیو د بهرنیانو په ملاتړ برلاس معلومیږي حکم کوي چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو د نیتې تاکل صلاحیت، لند مهاله حکومت ته وسپارل شي.
دغه اقدام سولې او امنیت تأمین ته پیاوړې ضمانت وربښلي شي. پدې معنا :
الف – اوسمهال د بهرنیو پوځیانو د وتلو غوښتنه یوازې د وسله وال مقاومت ( د یو سیاسي – جنګي تحریک په توګه ) له لورې مطرح شوې ده. خو کله چه دغه غوښتنه د یو پراخ بنست لند مهاله ملي، مسلکي حکومت له خواه وشي د هغه ولسي قاعده پیاوړې کیږي.
ب – وسله وال مقاومت په راتلونکې نظام کې د تداخل له لارې د بهرنیانو په وړاندې د فشار دیپلوماتیک او پوځي لاسوند لرلي شي : نن بهرنیان زموږ د کمزور دریز په ګته اخیستو سره د خپل نظامي حضور موده پر موږ باندې تپي. خو که صبا د حکومت د ماشین په لرلو سره د قوت په دریز کې قرار ولرو حالاتو ته په کتو بهرنیانو ته حکم کولي شو چه په دغه نیته د افغانستان نه ووځي.
پایله :
د دوحې هوکړه لیک د نورو تړونونو په څیر مختلف موضوعات چه یو بل سره منطقي تړاو لري په بر کې نیسي : القاعده، پر طالبانو لګیدلې بندیزونه، بین الافغاني مذاکرات، جنګي او سیاسي بندیان، اوربند، لند مهاله اسلامي حکومت اونهایتاً په نهو میاشتو کې د بهرنیو پوځیانو تدریجي کمول او وتل په یو واحد وثیقه چه په کې موضوعات یو بل بشپړوي ځاي نیولې دي. د دوحې هوکړه لیک د تطبیق لویه برخه د لند مهاله حکومت د جوړیدو په محور باندې راڅرخي.
نن صبا چه بین الافغاني مذاکرات بیا پیلیږي باید د بهرنیو ځواکونو د وتلو د نیتې تاکلو صلاحیت چه اوسمهال متنازع فیه بنه غوره کړې لند مهاله حکومت ته وسپارل شي.
البته د راتلونکې حکومت په ترکیب کې باید په کافې اندازه دقت وشي چې په کې پیږندل شوې فاسدې څیرې او وطن خرڅونکې کسان ځاي و نه نیسي.
« پاي» – فرانسه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320