!غل چاته ويل کېږي؟

نوراحمدعایل

0 1,312
غل يوازې په دېوال کور ته ور اوښتونکي او په لاره کې د‌ موبايل او کمپيوټر تښتونکي ته نه ويل کېږي تر دې بدتر او ستر غله دا دي:
هغه ډاکټر تر ټولو ستر غل دی چې ناروغ خبر هم نه وي او ده ورته بې ضرورته يوه پنډه درمل ليکلي وي او يا يې د فيصدي لپاره لابراتوار او اېکسېرې ته د شپږ شلې معاينو لپاره لېږلی وي او يا د ناروغ بې اړتيا عملياتونه کوي.
هغه مستري تر ټولو ستر غل دی چې په موټر يا بله هره نقليه وسيله کې د يوه نټ کار وي او دی د پيسو او وخت اړولو لپاره د موټر په بېخ پورې نښتی وي، خرابي يې په انجن کې وی او ده يې ټايرونه راخلاص کړي وی او بيا په خپلو تورو لاسونو د ټنډې خولې پاکې کړي او له تا څخه د يوې ورځې پوره مزدوري واخلي.
هغه مامور او بل هر دولتي او نادولتي مسوول تر ټولو ستر غل دی چې په خپله په انټرنېټ او فيسبوک کې لګيا وي له ملګرو سره چټ کوي او تاته ووايي چې په عريضه پسې دې سبا راشه، ماسپښین راشه، اوس نه يم خلاص مصروف يم.
هغه چارواکی که ولسمشر وي، وزير وي يا والي او رييس وي چې په درواغو خلکو ته وعدې ورکوي او د‌هغوی باور او اعتماد‌ پټوي تر ټولو سترغل دی.
د ښوونځي يا پوهنتون هغه استاد تر ټولو سترغل دی چې صنف ته بې تياري او امادګي د دې لپاره ننوځي چې هسې درسي ساعت واړوي ؛ زده کوونکي او محصلين تختې ته يو، يو جګوي چې شاباش په نوبت راځئ کنفرانس ورکړئ يا يوه موضوع ارايه کړئ.
هغه درملتون والا او مسوول چارواکي تر ټولو غټ غله دي چې تاريخ تېر درمل پلوري او د صحت عامې د درملتونونو د کنترول چارواکي د ۵۰ افغانيو او يا يو بوتل ټوخي شربت په بدل کې په دې هرڅه سترګې پټي کړي.
هغه عالم ،ملا، او سپين ږيری ستر غل دی چې خلک يوه مسئله او ستونزه ور مخته کړي او دی حقه خبره نه کوي او د دې لپاره چې دواړه لوري (مدعی او مدعی عليه) راضي وساتي خبرې په خوله کې ژويي او د حق کتمان کوي او يا د يوه طرف حق هم دې بل ته ور نيمايي کړي چې راځئ سوله په نيمايي ښه ده.
غلا يوازې په موټر کې جېب وهل او په لاره د‌چا مخ ته په نقاب کې درېدل ندي ، يوازې هغه کسان غله ندي چې په لاسو يې ټېټوګان او خالونه وهلي وي،وښي او لاسوندي يې په لاس کې اچولي وي او لوپر غوندې ببر او د‌خدای په قار ککړ معلومېږي.
غل کېدای شي بهترين عطرونه ووهي ، قيمت بيه ساعتونه په لاس کړي،تکې سپينې جامې او سپين پاجونه په سر کړي، د بهترينو مارکو والا پتلونونه واغوندي او ښې خوږې خوږې خبرې هم وکړي. او کېدای شي يوه ډله خلک هم ولري چې هر وخت يې د دوی په ستاينه خوله شکولې وي.
هغه غله چې له قوارو سوډر او لوپر معلومېږي تر هغو غلو چې شيک پوشان وي او عطرونه وهي خلکو ته لا يو څه دې تحمل وړ دي، خو دا دويم ډول غله چې ځان پاک سوچه او سپين چرګان بولي هيڅ د‌ تحمل وړ ندي‌.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply