عربی نڅا – لنډه کېسه

سید عبید الله نادر

0 1,248

د یوه دوست د خاطرو څخه یوه لنډه کېسه

هلکان په کوټه کې ناست ول، او لوی ټلویزیون د یوې لوئی پردې یا سکرین سره د دوی مخی ته چالان وو، او یو عربی مسته او لوڅه نڅا په کې راغله ټول ځلمیان ورته چپ کښیناستل د بلي کوټي څخه چې سپین ږیري په کې ناست ول، نو د کور مشر محمد دین اکا د هلکانو کوټي ته سر ورښکاره کړ ، یو شیبه په تلویزیون کې د لڅي نڅا ته حیران پاتي شو، نو په بله کوټه کې یې ناستو سپین ږیرو ته غږ وکړ، چې هلکانو راځئ (ډیر ځل به سپین ږیرو د یو د بل د خوشحالۍ د پاره او د دې د پاره چې ځانونه ورته ځوانان ښکاره شي یو بل ته به یې هلکه خطاب کول).

سپین ږیري د محمد دین اکا د غږ سره ژر ژر بلي کوټي ته راغلل، محمد دين اکا بر سر کښیناست او یو خوله نصوار یې د لاس په ورغوې کې واچول، خو د فلم تماشي محمد دین اکا دومره سخت بخت کړ، چې تر ډیره یې نصوار په لاس کې پاتي شول، او حیران حیران یې د تلوزیون پردې ته کتل وروسته نصوار ته یې کپ ورکړ او خولي ته واچول، او خپلي خپې یې په آرامه وغزولي، لکه چې په بی چوکیه او بی ټکته سینما کې ناست وي، ډډه یې ولګوله او داسي خیال کې لاړ لکه په هماغه کاباره کې چې دی په خپله ناست وي.

هلکانو د کوټی برق هم مړ کړی وو ، کوټه نیمه تیاره شانی وه ، نور مشران او همزولي یې تر څنګ ناست ول ، خپلي تسبیحي یې اړولي او د فلم په تماشه بخت ول ، دین محمد اکا په خپل ځوی سلیم باندی ورږغ کړ، چې سلیمه ځويه : آوړاندی بله کوټه کې ما ما دې یواځي ګوښۍ ناست دی ، ورځه ورته نارې کړه چې د هلکانو کوټي ته راشی چې ساعت یې تیر شي ،سلیم خپل ما ما ته نارې کړې، ما ما یې د راننوتو سره کوټي ته سترګي په ټلویزویون ښخي کړي وي، او خپلو خپو ته هم پام نه وو، د راننوتو سره سم یې چینکې او پیالې واړولې، او په قهر هم شو، چې دا کوم فلان او بستان شوي ځوي دلته ایښي، د تماشی ، له شوقه بر سر پر بالښت کښیناست هلکانو او مشرانو وخندل، فلم څه کم دوه ساعته دوام وکړ، او ټول مشران ورته غلي ناست ول ، چا ساه هم نه ایستله، په مجردی چې فلم خلاص شو، ټول مشران پاڅیدل او وي وئیل : بند کړې تلویزیون د دوي دې خدای بیخ وباسي د دې فخشا سره.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply