جو بایډن باید په افغانستان کې پر روانې جګړې تمرکز وکړي

0 800

نیویارکر خپرونې نن په خپله خپره کړې مقاله کې لیکلي دي، چې په افغانستان کې د امریکا جګړه شل کلنه شوه، میلیاردونه ډالر لګښت یې درلود، سلګونه امریکایي سرتېري پکې ووژل شول خو تر دې دمه هېڅ راز بریا او لاسته راوړنه نه لري.

په مقاله کې لیکل شوي، چې د امریکا نوي حکومت ته په کار ده، چې پر دې مسئله ښه تمرکز وکړي، ټول ګواښونه ختم کړي او د جګړې د پای ته رسولو لپاره عملي لارې په ګوته شي.
نیویارکر وړاندې لیکلي، چې اوسمهال د سولې پروسه هم بریالۍ نه ده، ځکه جګړې کمې شوې نه دي، تاوتریخوالی ډېر شوی او طالبانو خپل بریدونه ډېر کړي دي.
په مطلب کې دا هم راغلي، چې د امریکا او طالبانو هوکړه د اوس وخت لپاره د طالبانو په ګټه ده او دغه ډله له هوايي بریدونو په امن پر افغان ځواکونو بریدونه کوي او خپلو جګړو ته یې ادامه ورکړې ده.
خو طالبانو بیا څه موده وړاندې په یوه اعلامیه کې ویلي وو، چې امریکايي ځواکونو ورباندې بمبارونه کړي او د دوی ګڼ شمیر ملګري یې وژلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې همدا تیره ورځ دفاع وزارت ته د امریکا د نوي ولسمشر جو بایډن نومول شوي وزیر ویلي،  چې په نړۍ کې د امریکا د اوږدو جګړو پر پای ته رسېدو ټینګار کړی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply