د افغان جګړې پای ته رسول زموږ مسوولیت دی

0 701

د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر سعودي ته د خپل سفر پر مهال د رابطه عالم اسلام په نامه بنسټ له رئیس او د اسلامي نړۍ له پېژندل شوي مفکر محمد بن عبدالکریم العیسی سره لیدلي دي.
د بهرینو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغان جګړې په اړه یو بل سره خبرې کړې دي او د دغې جګړې پر پای ته رسېدو یې ټینګار کړی دی.
العیسی ویلي، چې جنایت او تروریزم په اسلام کې ځای نه لري او نباید جنایتکارانه او تروریستي اعمال په اسلام پسې وتړل شي.

نوموړي زیاته کړې، چې دوی د افغان جګړې پای ته رسول خپل مسوولیت بولي او ژمنه یې کړې ده، چې ډېر ژر به د افغان جګړې پای ته رسولو په موخه د اسلامي نړۍ د عالمانو، مفتیانو او مفکرانو یوه ناسته راوبولي او د افغانستان بحران ته به یوه معقوله حل لاره ومومي.

هغه ټینګار کړی دی، چې په یاده ناسته کې به طالبانو ته هم د ګډون بلنه ورکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply