د کرونا واکسين؛ «کوواکس» له افغانستان سره د ۱۱۲ میليون ډالرو د مرستې ژمنه کړې

0 722

د افغان چارواکو په حواله د روغتيا د نړيوال سازمان »کوواکس« پروگرام له افغانستان سره د کرونا واکسين په برخه کې د ۱۱۲ ميليونو ډالرو د مرستې ژمنه کړې ده. طالبانو اعلان کړی چې له دغه پروګرام څخه ملاتړ کوي.

د افغانستان عامې روغتيا وزارت مرستيال وحيد مجروح د سه شنبې په ورځ وويل، په پام کې ده چې د »کوواکس« له خوا د ۱۱۲ ميليونو ډالرو په مرسته د افغانستان د ۲۰ سلنه وگړو له پاره د کرونا واکسين برابر شي.

نوموړي خبريالانو ته وويل چې افغانانو ته به د دې واکسين رسېدل شپږ مياشتې موده ونيسي خو د هغه په خبره چارواکي له بېلا بېلو اړخونو سره په خبرو بوخت دي څو ژر دا واکسين ترلاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو ويلي دي چې دوی په افغانستان کې د دغه واکسیناسيون څخه ملاتړ کوي.

اسوشتيد پریس خبري آژانس له کابله لیکي، طالبانو د سه شنبې په ورځ (د جنوري ۲۶مه) وويل چې دوی د واکسيناسيون د »کواکس« له پروګرامه چې د روغتيا نړيوال سازمان يې په موخه  ۱۱۲ ميلیونه ډالر لګوي، ملاتړ کوي.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رويټرز ته ويلي دي چې دوی به د واکسيناسيون د پروګرام له تطبيق څخه «ملاتړ« وکړي او »آسانتياوې» ورته برابرې کړي.

»کوواکس« د روغتيا د نړيوال سازمان يو نړيوال پروگرام دی چې له لارې یې د نړۍ د بې وزله او کم عايد لرونکو هېوادونو سره د واکسين په برخه کې د مرستې په موخه رامنځته شوی دی.

طالبانو اعلان کړی چې په افغانستان کې د روغتیا نړيوال سازمان د کوواکس واکسیناسیون پروګرام څخه ملاتړ کوي

د افغانستان د روغتیا وزارت همدا راز د دوشنبې په ورځ اعلان کړې وو چې هندوستان دغه هېواد ته د کرونا د ۵۰۰ زره دوزه واکسینو د لیږلو ژمنه کړې ده. د روغتيا وزارت په خبره په نظر کې ده له دغه شمير واکسینونو سره به ۲۵۰ کسان واکسین کړل شی.

هندوستان دوه واکسینه د داخلی واکسیناسیون له پاره تائيد کړي دی: یو یې »کويشيلد« په نامه واکسين دی چې بريتانوي سویدنی استرازنیکا شرکت تولید کړی او بل چې د هند د درمل جوړولو شرکت بهارات بایوتک تولید کړې دی. د افغانستان روغتيا وزارت دا نه دي ويلې چې هند به کوم واکسین دوې ته ولیږې.

په دې وروستيو کي د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت ويلې وو چې سريلانکا، افغانستان او نورو په هند کې توليد شوي دغه واکسین غوښتې وو، چې د اړوندو ادارو له رسمې تائيد څخه وروسته به ومنل شي.

د افغانستان د روغتيا وزارت د پاليسې جوړونې مرستيال ډاکټر بشير نورمل ويلي دی، هغه کسان چې پر کرونا د اخته کيدو له خطر سره مخ وي د واکسين په بهیر کې به په لومړی ځای کې وي. د هغه په خبره په نظر کې ده چې لومړی دغه کسان واکسین کړل شي.

نړيوال بانک او د آسيا پراختيايي بانک هم د افغانستان د شل سلنه وګړو له پاره د واکسين چمتو کولو ژمنه کړې ده. د افغان چارواکو په خبره، دغه واکسین به د ۲۰۲۱ په نيمايي او د ۲۰۲۲ م کال تر پايه پورې افغانستان ته ورکړل شي.

د افغانستان د روغتيا وزارت د شميرنو له مخې تر اوسه په هېواد کې د ۵۴ زره او ۷۰۰ کسانو د کرونا تيستونه مثبت پيژندل شوي دي او په ټوليزه توګه ۲۳۹۰ کسانو پر دغې ناروغۍ د اخته کيدلو له کبله مړه شوي دې. خو ويل کيږې چې ريښتينې ارقام له رسمي شميرنو څخه ډير لوړ دي.

دوچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply