د نړیوالو دوامداره ملاتړ ډاډ

عبدالمنان توحیدیار

0 591

که څه هم طالبان په دې فکر دي چې بهرني ځواکونه له افغانستان وځي او دوی به بیا د اسلام اباد په زور کابل ونیسي، خو له دې ناخبره دي چې نړۍ له افغان حکومت سره ده او په هیڅ ډول طالبانیزم ته اجازه نه ورکوي.

که طالبانو له امریکا سره هوکړه کړې، دا د فتحې په مانا نه ده بلکې طالبان زیاتو برخو کې داسې تړل شوي چې نه شي کولی خپلو وسله والو باندې هغه مادې تطبیق کړي.

مثلا طالبانو له امریکا سره هوکړه کړې چې بهرنیو ترهګرو ډلو په ځانګړې ډول القاعده ډلې سره به اړیکې پرې کوي، خو د طالبانو جنګي قومندانان همدا اوس دا ډلې تر خپل سیورې لاندې ساتي او پراخ امکانات ترې ترلاسه کوي.

که چیرې طالبان له القاعده ډلې سره اړیکې پرې کوي، د جنګي قومندانانو قناعت څنګه ترلاسه کوي چې اسلام کې خو سرحد نشته او بیا ولې طالبانو د یو اسامه لپاره ټول ريژيم په امریکا باندې ړنګ کړ.

دغه راز طالبانو له امریکا سره هوکړه کړې چې د امریکا ګټې به افغانستان کې خوندی کوي، خو جنګی طالبان ورسره دا ځکه نه مني چې امریکا خپل دښمن ګڼي او د امریکا دښمنان خپل دوستان.

طالبانو امریکا ته دا ډاډ ورکړی او تضمین به هم ورکوي چې په افغانستان کې به لکه د امریکا د ملیشو د امریکا ګټې خوندي کوي.

دغه راز طالبانو سره هوکړه کې منل شوې چې طالبان به بیا امارت نه قایم کوي، یو ګډ حکومت به جوړوي چې ټول افغانان پکې وي، دا حکومت به داسې نه وي لکه د طالبانو بلکې داسې حکومت به وي چې ټول پکې ځانونه وګوري او حقونه یې پکې خوندي وي.

خو د طالبانو جنګي ډلې هیڅکله تیارې نه دي چې له دومره اوږدې جګړې او ورانکاریو ګډ حکومت کې ورشریک شي.

له طالب قومندانانو سره اندیښنه دا ده چې دوی او وسله وال به یې کومو برخو کې جذب کیږي چې نه زده کړې لري او نه نظامي تعلیم.

ګډ حکومت کې د طالبانو نظامي کسان هیڅ خپل ځان نه ګوري، یواځې دا چې ټول نظام ورته وسپارل شي او بیا یې لونګۍ له سر تړلې او دوه سیټه ډاټسنو کې سپاره په ښکاره نعتونه او پتې سندرې اوري.

نو له همدې کبله د افغان حکومت ټینګار دا دی چې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړې دې بیا و ارزول شي چې څنګه د سولې ټول اړخونه دقیق کولی شي چې دوامداره او باعزته سوله وي، داسې سوله چې جګړه پای ته ورسوي.

امریکا د افغان حکومت سره د یو شریک په توګه هیڅکله تیاره نه ده چې یوه داسې پریکړه وکړي چې شل کلنه جګړه بې پایلې شي، امریکا به بامسوولیته وځي، داسې به وځي چې افغانستان کې سرتاسري سوله راغلي وي، کنه بیا د امریکا شل کلن حضور د څه لپاره چې طالبان پکې بیا واک ته رسیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply